ښځه، زدکړې او ټولنیز فعالیت؛ د پرمختللې ټولنې بنسټ
مېرمنې د انساني ټولنې هغه مهم رکن دی، چې نه یوازې د کورنۍ، بلکې د ټولنې د پرمختګ، سوکالۍ او عدالت لپاره حیاتي رول لري. د ښځو زدکړې او ټولنیز فعالیتونه نه یوازې د دوی د فردي ودې سبب ګرځي، بلکې د ټولې ټولنې د پرمختګ لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
د ښځو زدکړې او د ټولنې د پرمختګ بنسټ
که چېرې مېرمنو ته د زدکړو او ټولنیزو فعالیتونو مناسب فرصت ورکړل شي، نو ټولنه به د عدالت، اقتصاد او فرهنګ له پلوه وده وکړي، دا وده به شعوري او د ټولنې د مثبت بدلون سبب وګرځي.
الف) د کورنۍ په هوساینه کې د باسواده مېرمنې ونډه
که یوه مېرمنه باسواده وي، نو دا نه یوازې د ځان لپاره، بلکې د خپلې کورنۍ او ټولنې لپاره هم ګټوره ده.
یوه پوهه او باخبره مور کولای شي چې خپل ماشومان ښه وروزي، د هغوی روغتیا ته پاملرنه وکړي او هغوی ته غوره اخلاق، ارزښتونه او د ژوند مهارتونه ورزده کړي.
که مور زدکړې ولري، نو اولادونه به یې هوښیار، باشعوره او ټولنې ته ګټور وي.
ب) په اقتصاد کې د مېرمنو ونډه
د انساني ټولنو تجربو او د اقتصادپوهانو څېړنو ښودلې چې کله ښځې زدکړې ترلاسه کړي، نو د ټولنې اقتصادي وده ګړندۍ شوې ده.
زدکړې ښځو ته دا توان ورکوي چې ځان بسیاینې ته ورسېږي، کار ومومي او د خپلې کورنۍ د عاید یوه مهمه سرچینه شي.
د بېلګې په توګه، هغه ټولنې چې ښځې یې تعلیمیافته دي، هلته فقر کم، عایدات زیات او د ژوندانه معیارونه لوړ دي.
ج) د ټولنیزو ستونزو په حل کې د مېرمنو د زده کړو ونډه
په نالوستو ټولنو کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی، جبري ودونه او نابرابرۍ زیاتې وي، چې غوره بېلګه یې افغانستان دی؛ هغه ټولنې چې مېرمنې یې باسواده دي، ښځې پکې د خپلو حقوقو دفاع کولی شي، ټولنیزو ناخوالو ته بدیل حلونه موندلی شي او د عدالت د رامنځته کولو لپاره مبارزه کولی شي.
د حق غوښتنې په برخه کې د مېرابل خویندو کیسه یوه روښانه بېلګه ده، چې له یو زبرځواک نظام سره یې په یوازې ځان مقابله وکړه.
د ښځې ټولنیز فعالیت او د عدالت او ودې تضمین
الف) په ټولنیز عدالت د مېرمنې ونډه
یوې عادلانه او پرمختللې ټولنې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې ښځې د نارینهوو ترڅنګ د ټولنیز ژوند په هر اړخ کې فعاله ونډه ولري.
د ښځو ټولنیز فعالیت د دې سبب کېږي چې هغوی د خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي، د نابرابریو پر ضد ودریږي او د ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور رول ولوبوي.
د دا ډول عادلانه ټولنې بېلګې په نړۍ کې ډېرې دي؛ خو ناعادلانه ټولنې هم شته چې یوه بېلګه یې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان دی.
ب) ښځه، سیاست او تصمیم نیونه
په هغو ټولنو کې چې ښځې سیاسي برخه اخیستلای شي، هلته عدالت او متوازن پرمختګ ته زمینه برابریږي.
ښځې کولی شي چې د حکومتولۍ، قانون جوړونې او ټولنیزو پالیسیو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.
دا د دې سبب کېږي چې د ښځو ستونزې په قانوني توګه حل شي او د ټولنې هر وګړی مساوي حقوق ولري.
که چېرې مېرمنې په سیاسي پرېکړو کې دخیلې ونه اوسي دا په دې معنا چې د ټولنې نیمايي برخه له سیاسي پرېکړو بې برخې دي، چې د ناعادلانه پرمختګ سبب ګرځي.
ج) حکومتولۍ کې د ښځو ونډه
په حکومتولۍ کې د مېرمنو ونډه هم د ټولنیز عدالت یوه مهمه برخه ده، که ښځو ته په حکومتولۍ کې ونډه ورکول کیږي، دا په دې معنا چې د ټولنې نیمايي برخه د واکدارۍ په دایره کې داخلیږي او د مېرمنو اساسي ستونزې په متوازن ډول حل شي.
راتلونکی نسل او د مېرمنو زده کړې
الف) پر راتلونکي نسل د باسواده مور
که ښځه زده کړې ولري، نو د هغې اولادونه به هم د تعلیم ارزښت درک کړي. تجروبو او څېړنو ښودلې، چې د تعلیمیافته میندو ماشومان تر نورو هوښیار، مسوولیتپذیر او ټولنې ته ګټور وي. زدکړې ښځې ته دا توان ورکوي چې خپلو ماشومانو ته غوره تربيه ورکړي، د هغوی استعدادونه وده وکړي او د هغوی د شخصیت جوړونې لپاره غوره لارې ټاکي.
ب) د باسواده ښځو ټولنیز اثر
کله چې ښځې زدکړې ولري او په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، نو دا د ټولنې د عامو خلکو لپاره هم یو الهام وي.
د زده کړې لرونکې ښځې نورو ښځو ته دا پیغام ورکوي چې هغوی هم د زده کړې، کار او پرمختګ حق لري. دا نه یوازې د ښځو لپاره، بلکې د ټولنې د هر وګړي لپاره مثبتې پایلې لري.
په طالبي پنجره کې بندې افغانې مېرمنې
افغان مېرمنې د زده کړو له حق څخه محرومې شوي. د ۲۰۲۱ وروسته، د نجونو لپاره د منځنیو او لوړو زده کړو دروازې تړل شوې.
دا پرېکړه نه یوازې د ښځو پر راتلونکي منفي اغېز لري، بلکې د ټولنې د پرمختګ بهیر هم ورو کوي.
همدا راز په افغانستان کې مېرمنې د کار له حق څخه هم محرومې شوې دي. له ۲۰۲۱ کال وروسته، د دولتي ادارو، نادولتي سازمانونو، او ډېرو خصوصي شرکتونو له لوري ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه کړای شوې.
دا وضعیت د ډېرو کورنیو لپاره جدي اقتصادي ستونزې پیدا کړې، ځکه چې زرګونه ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه ګټونکې وې.
مېرمنې د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو له صحنې حذف شوې دي. د ښځو ټولنې، مدني فعالانې او د بشري حقونو مدافعینې یا بندي شوې، یا اړې شوې چې له هېواده ووځي.
مېرمنې د عامه ځایونو، پارکونو، سپورتي کلبونو او حتا د روغتیايي خدماتو له اخیستلو هم محرومې شوې.
د محرم پرته د ښځو د تګ راتګ محدودیت، د حجاب جبري کول او نور سخت شرایط د ښځو پر ذهني او فکري روغتیا ناوړه اغېزه کړې ده.
د افغان مېرمنو راتلونکی
که په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه په همدې ډول دوام وکړي، نو افغانستان به له یوې اوږدمهالي ټولنیز او اقتصادي شاتهتګ سره مخ شي.
د ښځو زده کړې، کار او ټولنیز مشارکت د هر پرمختللي هېواد اساسي اړتیاوې دي او که ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو وباسي، نو دا به د ټولې ټولنې لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.