د ټرمپ لخوا د پاکستان ستاینه؛ دواړه هېوادونه د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره همکارۍ ته چمتو برېښي
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان ستاینه کړې؛ ځکه چې پاکستان د داعش ډلې غړی محمدشریف الله چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل هوایي ډګر مخې ته په ځانمرګي برید کې چې له امله یې امریکایي سرتېري وژل شوي وو، ښکېل و؛ نیولی او امریکا ته یې سپارلی.
راپور کاږي، دا ستاینه ښيي چې کېدای شي امریکا او پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر ضد یو ځای کار وکړي.
اډام واینسټین چې په واشنګټن کې درکوینسي انسټیټیوټ مرستیال دی ویلي: «د ټرمپ دا خبره پاکستان ته مهمه ده؛ ځکه پاکستان غواړي نړۍ ته وښيي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي».
نیویارک ټایمز زیاتوي، دا خبر وروسته له هغې خپور شو چې پاکستان محمد شریفالله ونیوه او امریکا ته یې وسپاره.
دا په داسې وخت کې وشول، چې پاکستان هڅه کوي د ترهګرو پر ضد د جګړې لپاره نړۍوال ملاتړ ترلاسه کړي.
اډام واینسټین وايي: «پاکستان یوازې ستاینه نه غواړي؛ بلکې د امریکا لهخوا امنیتي مرسته هم غواړي؛ څو وکولی شي د خپلو دښمنانو، لکه پاکستاني طالبانو تحریک پر ضد مبارزه وکړي». راپور زیاتوي، د کابل هوایي ډګر برید وښوده چې امریکا او پاکستان اوس هم لږ تر لږه د داعش خراسان(ISKP) پر ضد استخباراتي همکاري لري.
نیویارک ټایمیز لیکي؛ د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر ویلي، واشنګټن ان له طالبانو سره هم ځیني استخباراتي معلومات شریک کړي دي.
مارکو روبیو (د کب په ۳مه) ویلي و، طالبان کله ناکله د القاعده او داعش پر ضد له امریکا سره مرسته کوي.
امریکايي او پاکستاني چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، امریکا پاکستان ته هغه معلومات ورکړي و چې له مخې یې محمد شریف الله ونیول شو.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ د ټرمپ له دې خبرو مننه وکړه او ویې ویل: «دا زموږ د هڅو پیژندنه ده، چې پاکستان د سیمې په کچه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي».
شهباز شریف وویل، «محمد شریفالله د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې ته نږدې د بریالیو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و».
ټرمپ دا خبرې داسې مهال کړې دي، چې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د تېرو څلورو ورځو راهیسې درې ځانمرګي بریدونه شوي دي.
بل خوا د نړۍوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ تازه راپور ښيي، چې پاکستان د ترهګرۍ له اړخه په نړۍ کې دوهم ځای لري او یوازې بورکینافاسو ترې مخکې دی.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دا مهال د ۲۰۱۴ کال له کچې هم زیات شوي دي.
پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان تر لرې کېدو وروسته سیاسي کړکېچ هم تجربه کوي.
سربېره پر دې، له هغه وخته چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو بریدونه هم زیات شوي دي.