پاکستان له اسناد لرونکو افغان کډوالو وغوښتل چې د روانې میاشتې تر يایه له دغه هېواد ووځي
د پاکستان کورنیو چارو وزارت له اسناد لرونکو افغان کډوالو غوښتنه کړې چې د مارچ مياشتې تر وروستۍ نېټې له دغه هېواده ووځي. د وزارت په اعلامیه کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی شوی، چې د راتلونکې میاشتې له لومړۍ به د کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې حکومت د ټولو بې اسناده کډوالو ترڅنګ د اسناد لرونکو افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې.
پاکستاني چارواکي وايي، دغو کډوالو ته د ایستلو لپاره پوره وخت ورکړل شوی او د کډوالو د ستنېدو پر مهال به له هیچا سره ناسم چلند نه کيږي.
په اعلامیه کې راغلي: «ټولو غیرقانوني بهرنیانو او افغان اسناد لرونکو وګړو ته سپارښتنه کیږي، چې د دې میاشتې د ۳۱ نیټې څخه مخکې په خپله خوښه له هیواد ووځي؛ له هغه وروسته ایستل به د راتلونکې میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شي.»
له پاکستانه د کډوالو ایستلو پروسه د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې پيل شوه.
پاکستاني چارواکو ویلي، هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاته کېږي باید ټول قانوني پروسې بشپړي او د دوی اساسي قانون ومني.
له تېرو دوو میاشتو را په دېخوا په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات تر سره شوي او لا هم روان دي.
د همدې کب مياشتي په لړمړیو کې په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د پاکستان حکومت دوی ته له اطلاع پرته له پلازمېنې او راولپنډۍ نه د افغانانو د اېستلو پرېکړه کړې ده او په نږدې راتلونکي کې غواړي، چې ټول افغان کډوال وباسي.
د سفارت په خبره، چې دا د پاکستان د حکومت رسمي پرېکړه ده.