د بشري حقونو د څار سازمان: ای سي سي دې د افغان کرېکټ غړیتوب وځنډوي

د بشري حقونو څار سازمان د کرېکټ له نړۍوالې شورا (ICC) څخه غوښتي تر څو چې نجونې او ښځې د کرېکټ لوبو کې برخه وانخلي تر هغې دې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان غړیتوب وځنډوي. دغه غوښتنه د کرېکټ نړۍوالې شورا مشر جې شاه ته په یوه لیک کې شوې، چې نن خپور شو.

د ۲۰۲۵ م کال د کرېکټ د نړۍوال جام اتلولي چې د افغانستان په ګډون اته ټیمونه په کې برخه لري، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په نهمه په دوبۍ کې پیلیږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د ښځو او نجونو پر ټولو سپورتونو بندیز ولګاوه. د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې غړي له هېواده ووتلې خو تمریناتو ته یې دوام ورکړ او غواړي چې د نارینه وو د ملي لوبډلې په څېر په نړۍواله کچه وپیژندل شي.

د بشري حقونو د څار په نړۍوال سازمان کې د نړۍوالو نوښتونو مشرې مینکي ورډن وویل: "د افغان ښځو او نجونو د سپورت په برخه کې د طالبانو د تبعیضي ممانعت په اړه د کرېکټ د نړۍوالې شورا چوپتیا د بنسټیزو بشري حقونو په وړاندې د پام وړ بې غوري څرګندوي. د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو په ښځو او نجونو باندې داسې تګلارې تحمیل کړې چې له ثانوي او لوړو زده کړو څخه یې منع کړي او د کارموندنې او د بیان ازادي یې محدوده کړې او همدا راز په سپورتونو او نورو بهرني فعالیتونو یې بندیز لګولی."

د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې ډېری غړو په اسټرالیا او کاناډا کې تمریناتو او لوبو ته دوام ورکړی دی. دوی د جنورۍ په میاشت کې یوه لوبه ترسره کړه، د ښځينه ملي لوبډلې لوبډلمشرې فیروزې امیري له دغه سیالۍ وروسته اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د هغې ټیم "په افغانستان کې د میلیونونو مېرمنو استازیتوب کوي چې له خپلو حقونو څخه بې برخې دي."

د کرېکټ د نړۍوالو قوانینو له مخې، غړي هېوادونه اړ دي چې د نارینه ټیم لپاره د ښځینه ټیم په توګه په نړۍواله کچه لوبې وکړي. افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې دغه اړتیا نه ده پوره کړې، افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړي وايي، د کرېکټ نړۍوالې شورا ته یې د ملاتړ او پېژندنې لپاره لیکلي، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

د طالبانو حکومت په افغانستان د بیا واکمنېدو سره د ښځو او نجونو پر ټولو سپورتونو بندیز لګولی، ورزشي روزنیز مرکزونه یې تړلي او ښځینه ورزشکارانې یې ګواښلي دي.

ځینې افغان مېرمنې او نجونې چې سپورتي لوبغاړې دي له هېواده تښتیدلي او په جلاوطنۍ کې یې خپل ژوند او سپورت ته ادامه ورکړې.