د بشر حقونو د څار اداره: افغان مېرمنو د طالبانو شکنجو سربیره مبارزه نه ده پریښي
د بشر حقونو د څار نړۍوالې ادارې د ښځو نړۍوالې ورځ په مناسبت افغانې مېرمنې زړورې یادې کړي او ویلي یې دي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسي ښځو د خپلو حقونو لپاره په داسې حال کې مبارزه کړې چې حتا د دوی غږ ګناه ګڼل کیږي او فعالیت یې د شکنجې په سزا محکوم شوی دی.
دغې ادارې په خپله ویب پاڼه د افغان مېرمنو له زړوړتیا مننه کړې او لیکلي یې دي، موږ د طالبانو د حساب ورکولو په لور - ناکافي - مهم ګامونه لیدلي دي.
د بشر حقونو د څار دغې ادارې د سپټمبر په میاشت کې اسټرالیا، کاناډا، جرمني او هالنډ ژمنې ته چې د طالبانو پر وړاندې به د افغان ښځو تر څنګ دریږي اشاره کړې.
همدا ډول د اروپا د عدلیې محکمې د اکتوبر په میاشت کې پرېکړه وکړه چې ټولې افغان مېرمنې د طالبانو د سیسټماټیک ځورونې له امله د اروپایي اتحادیې په هېوادونو کې د پناه اخیستو وړ دي. ویلي:« افغان ښځې او نجونې چې د طالبانو له ظلم څخه تښتیدلې دي په ټوله اروپا، شمالي امریکا او نورو خوندي ځایونو کې د پناه اخیستو لپاره خوندي او قانوني لارو ته اړتیا لري چې دا مهال شتون نلري.»
د بشر حقونو د څار ادارې لیکلي، د اکتوبر په میاشت کې ۸۳ هېوادونو د طالبانو کړنې د جنسیتي ځورونې په نوم بللي او د نومبر په میاشت کې، د نړۍوالې جنایي محکمې (ای سي سي) شپږو غړو هېوادونو افغانستان د تحقیقاتو لپاره د ای سي سي څارنوالۍ ته راجع کړی، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي خرابیدو په اړه اندیښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره. په تېره جنورۍ کې، د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوالۍ دفتر محکمې ته د جنسیتي ځورونې د بشریت ضد جرم په تور د دوو طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړ.
د افغان ښځو او د هغوی د متحدینو له خوا د نړیۍالو قوانینو له مخې د جنسیت او توکمپالنې د تعریف په لور مخ په زیاتیدونکی ملاتړ ترلاسه کړی. چې دا مهال د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې بحث کیږي. د دولتونو مخ په زیاتیدونکي لېست د دې هڅې ملاتړ کوي.
دغې ادارې لیکلي: «افغان مېرمنو له سختو ستونزو سره سره خپل برخلیک په خپل لاس کې اخیستی دی. دوی د طالبانو سرغړونې تنظیموي، لاریونونه کوي او افشا کوي یې، حتی په داسې حال کې چې دوی د خپلواکۍ لپاره د خپلې هڅې ویجاړونکی قیمت ادا کوي. اوس نړۍواله ټولنه او محکمې بايد دغه قانوني پروسې پرمخ يوسي، طالبانو سره حساب کتاب وشي او دغو سرغړونو ته د پاى ټکى کېږدي.»
په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره د ښځو پر وړاندې بندیزونه شروع شول، د دوی پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړل شوې، د کار او سیاسي ګډون لپاره پرې بندیز ولګېد او همدا ډول تفریح او د سفر کولو پر مهال پرې محدودیت وضعه شو، اوس تر ډېره افغان مېرمنې او نجونې تر کورونو محدودې شوي. د طالبانو دغه اقداماتو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه را وپارول خو دغو غبرګونونو د دوی دریځ نرم نشو کړای.