پاکستان کې د کډوالو اداره: پولیسو چهارشنبه په اسلام اباد کې ۱۹۰ تنه افغان کډوال نیولي دي
په پاکستان کې د کډوالو اداره «JAC» وایي، چې د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې شاوخوا ۱۹۰ تنه افغان کډوال چې قانوني اسناد یې هم لرل؛ نیول شوي دي. دغه اداره وایي، دغه نیول شوي کډوال په ناقانونه توګه د اسلام اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي.
دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د راجستر شویو افغانانو ناسمه نیونه د ملي او نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه دی.
دغې ادارې د اسلام اباد له سترې محکمې د دغه ډول کړنې پر وړاندې د اقدام غوښتنه کړې ده.
خبرپاڼه کاږي:« د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳مې نیټې د محکمې د حکم له مخې پولیس د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې د هغو افغان کډوالو د ځورولو یا په زوره له خپلو کورونو څخه له اېستلو منع شوي، چې مهاجر کارتونه لري.»
خبرپاڼه زیاتوي، د افغان کډوالو وروستۍ نیونه د محکمې د دغه حکم څخه مستقیمه سرغړونه ده.
دغې ادارې دارنګه په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو د نیونې او ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د یوې سرچینې په حواله راغلي، چې دا مهال له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې افغانان د پیر ودهای پولیسو په حوزه کې بندیان دي او وارث خان، بنی ګاله، صدر، کېنټ، سول لاینز او نصیر اباد پولیسو حوزو ته هم د افغان کډوالو د نیولو امر شوی دی.
له بل پلوه تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان سفیر سره په لبدنه کې ویلي و، چې د جون تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو اېستل ستونزمن دي؛ ځکه هغوی نشي کولی خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډه موده کې راټولې کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی، چې دغه هېواد پرېږدي.
د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي، د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نهترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له له دغه هېواده به و اېستل شي.