د مارچ اتمه څنګه د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟

مرضیه حفیظي
مرضیه حفیظي

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو پروګرامونو سره نمانځل کېږي.

په ځينو پروګرامونو کې ښځې ستایل کېږي، ځيني پروګرامونه بیا هغو ښځو ته ځانګړې کېږي چې لویې لاسته راوړنې ولري، ډېر شمېر ښځې په دې ورځ ډالۍ ترلاسه کوي، خو برعکس په ځينو نورو هېوادونو کې بیا ښځې ان پر دې نه پوهېږي چې دغه ورځ د دوی په نوم نومول شوې او ځیني نور که پوهېږي هم، خو دغه ورځ ورته ځانګړی ارزښت نه لري.
د دې ورځې په اړه لوستې او د پرمختللو هېوادونو ښځې تر ډېره معلومات لري، خو د جنګ‌ځپلو او وروسته پاتې هېوادونو او هغه مېرمنې چې په کافي اندازه لوستې نه دي، ډېرې نه پوهېږي.
په نړۍواله کچه د مارچ اتمه د ښځو لپاره تر ځانګړېدو وروسته په افغانستان کې د شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ښځو د حقونو د رعایت کولو زرینه دوره پیل شوه.
د دې ترڅنګ چې په دې دوره کې د لومړي ځل لپاره د نجونو ښوونځي جوړ شول، په لومړي ځل ۱۵ نجونې د روغتیا په برخه کې د زده کړو ترلاسه کولو په موخه له هېواده بهر ولېږل شوې.

د مارچ اتمه څنګه او څه وخت د ښځو د نړۍوالې ورځې په نوم ونومول شوه؟
له نن څخه ۱۱۷ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵ کارګرو ښځو د ظلم، بې‌عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.
له ۱۹۰۸ کال څخه مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هېڅ یوه هېواد کې ښځو د رایې ‌ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې په خپل غږ ولړزوله.
له دې اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند له‌خوا اعلان شوه او په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ زېږدیز کال کې د جرمني سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډېنمارک، جرمني او سویتزرلېنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه دغه ورځ د ښځو د ورځې په نوم ونمانځل شوه، خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو له‌خوا یې بیا کوم رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.

د ښځو لپاره ښه او بد هېوادونه
د امریکایي او اروپایي ښځو د مبارزو له پیل څخه تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو په دوام ښځو وار په وار خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغه چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالنډ او نیوزیلېنډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د ۱۰ غوره هېوادونو په نوملړ کې دي.
دغې څېړنې په ۱۷۷ هېوادونو کې نورې برخې لکه د ښځو زده‌کړې، د مېندو مړینه، د ښځو لپاره کارموندنه، سیسټماټیک تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی او داسې نور هم څېړلي دي.
د دغه انسټیټیوټ په څېړنه کې راغلي، هغه هېوادونه چې د«څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي، ترټولو خراب فعالیت لري.
په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښخو پر وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی.
د جورج ټاون انسټېټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
پر افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډېموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.

د شاه غازي امان‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د افغان ښځو وضعیت
شاه امان الله خان د افغانستان په کچه یو پرمختللی او عصري پاچا وو او د ښځو د تعلیم او پرمختګونو په برخه کې یې لوی لاس درلود .
نوموړي د افغانستان د پرمختګ لپاره ترټولو ډېره پاملرنه معارف ته کړې وه او د روایتونو پر اساس، هغه خپله په ښوونځیو او د سواد د زده‌کړو په کورسونو کې تدریس کاوه.
د ښځو د پرمختګونو لپاره د شاه اما‌ن الله خان اصلي موخه دا وه، چې افغانې ښځې له جنسيتي توپیر پرته د اروپايي هېوادونو د فرهنګي هڅو د سیالۍ وړ وګرځي.
په ۱۹۱۹م کال کې د هېواد د یاد مترقي پاچا په لارښوونه د خلکو لپاره د پوهنې او پالنې زمینه برابره شوه، چې د همدې پرېکړې په رڼا کې ملکه ثریا په ۱۹۲۰م کال د کابل د مېرمنو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل: «ایا تاسې د اروپا له ښځو څخه هم ډېرې نازکې یاست!هغوی په فابریکو، ورکشاپونو او داشونو کې کار کوي او هېڅکله يې د ګرمۍ ، یخنۍ او یا د دروند کار کولو څخه شکایت نه دی کړی.»
د ملکه ثریا د خبرو په پای کې پنځوسو ښځو د پوهنې په ډګر کې خدمت کولو ته چمتو شوې، چې د ښځو او نجونو په پوهنه او روزنه کې فعاله ونډه واخلي او د نجونو د ښوونځي د پرانېستلو په لور يې کوټلي ګامونه واخیستل، چې د همدې روشنفکرو مېرمنو د هڅو په ملاتړ په همدې کال ۱۹۲۰م کې د ښځو او نجونو د لومړني ښوونځي لپاره ځانګړی ځای وټاکل شو.
د نجونو لومړنی ښوونځی د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه د ۱۹۲۱م کال د جنوري په ۹مه د مستوراتو په نوم پرانیستل شو او کوچنیو نجونو لپاره يې د زده‌کړې زمینه برابره کړه.
له دې سره د نجونو د زده‌کړو لړۍ له سلګونو ستونزو او خنډونو سره دوام وکړ او د جمهوریت تر سقوط پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې مېلیونونو نجونو په ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې وکړې.
د شاه اما‌ن‌الله خان د واکمنۍ پرمهال د لومړي ځل لپاره ۱۵ نجونې د روغتیاپالنې په برخه کې د زده‌کړو لپاره د ترکیې استانبول ته واستول وشوې.
له دې سره، شاه امان‌الله خان لومړنی پاچا و، چې د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو غورځنګ جوړ شو.
نوموړي د ښځو حرمسرا باطل اعلان کړه او ټولې هغه ښځې یې ازادې کړې، چې امیر حبیب الله خان هغوی په یوه ځای کې سره راټولې کړې وې او له دې سره یې اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هېڅوک حق نه لري د هېواد په تاریخ کې حرمسرا جوړه کړي.
د دغه مترقي پاچا په کارنامو کې ښځو ته د زده کړو د زمینې د برابرولو ترڅنګ د کوچنیو نجونو د نکاح منع کېدل، په ښوونځيو کې د بهرنیو ژبو زده کړه، د کورني برده ګۍ له منځه تلل او له یوې څخه زیاتو ښځو سره د واده منع کېدل شامل دي، چې ځيني یې بیا عملي نشوې او یا هم د وخت په تېرېدو سره یې بدلون وکړ.
کله چې شاه امان‌الله خان جلا وطنی شو، سره له دې چې د ښځو د پرمختګونو لپاره باید ډېر نور کارونه هم شوي وای، خو برعکس یو ځل بیا د ښځو شا تګ ته زمینه برابره شوه.

په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ښځو وضعیت ته لنډه کتنه
د ډېرو نظامونو له تلو راتلو وروسته په ۱۹۹۶ کال کې د ملا محمدعمر په مشرۍ د طالبانو پنځه کلنه دوره پیل شوه.
دغه دوره د ټولو ناخوالو ترڅنګ د افغانستان د ښځو لپاره یوه سخته ځپونکې، تیاره او کړونکې دوره وه.
د ښځو او نجونو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې بندې شوې، له کار کولو منع شول، د چادري په سر کول جبري شو، له محرم پرته د ښځو تګ و راتګ باندې بندیز ولګېده او لسګونه نور موارد و، چې ښځې ورسره مخ شوې.
دغې پنځه کلنې دورې د لسېزو په اندازه د ښځو د پرمختګونو مخه ونیوله.
له زده‌کړو نیولې تر ورزش، هنر، موسیقۍ او دې ته ورته لسګونه برخې وې، چې ښځو په‌کې ستر تاوانونه وکړل.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ ختمېدو او د یوې نوې ادارې په رامنځته کېدو سره بیاځلې د ښځو پرمختګونو ته زمینې برابرې شوې.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانو ښځو لپاره دا یوه ډېره د پرمختګونو ډکه دوره وه او په دې وخت کې افغان نجونو او ښځو له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره سره له زده‌کړو څخه نیولې بیا تر سیاست، ورزش، ولایت او ښاروالۍ، قضا او څارنوالۍ، موسیقي او همدارنګه تر ماسټری او دوکتورا پورې لوړې زده‌کړې ترلاسه کړې او ډېرې ښې وځلیدلې.

د دغو پرمختګونو پر دوام کله چې بل ولسمشر محم اشرف غني واک ته ورسېد، نو د هغه د واکمنۍ پرمهال د ښځو د پرمختګونو لپاره لا ډېرې زمینې برابرې شوې او د ښځو هیلې او موخې نورې هم زیاتې شوې، ځکه په دې وخت کې په پراخه توګه د ښځو ملاتړ وشو.
په لوړو څوکیو کې د ښځو ګورمال، په سیاست کې د ښځو پراخ حضور، په سوداګرۍ برخه کې د ښځو ډېره ونډه، په رسنیو کې د بې شمېره ښځو حضور، په ورزش کې د ښځو لاسته راوړنې او دې ته ورته لسګونه نور موارد د ولسمشر غني د حکومتولۍ لاسته راوړنې بلل کېږي.
دې لاسته راوړنو او پرمختګونو ته په کتو سره هېچا تصور نه و کړی، چې دا به یوه ورځ په دومره اسانۍ سره له لاسه ورکوي او ښځې به بیا ځلې د تېرو وختونو په شان شاتګ کوي او تیارو ته به ستنېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په پنځلسمه تېر جمهوري دولت سقوط او یو ځل بیا طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.
دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زده‌کړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.
افغان ښځې نه یوازې د زده‌کړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نه‌لري.
د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.
د ښځو پر زده‌کړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.
د ښځو زده‌کړه چې د نړۍ په کچه د ماډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.
که څه هم د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار - وار له طالبانو غوښتي، څو د ښځو پروړاندې خپل دریځ بدل کړي، خو دغه ډله وایي چې په افغانستان شرعي قوانین پلي کوي.
پر ښځو محدودیتونه او بندیزونه او همداراز له بشري حقونو سرغړونه هغه لاملونه دي، چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.