یونسکو د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ په تړاو نن پاریس کې غونډه کوي

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او تعلیمي سازمان (یونسکو) اعلان کړی، چې نن جمعه په پاریس کې د افغان مېرمنو او نجونو د تروړل شویو حقونو په تړاو نړۍواله غونډه کوي.

یاد سازمان ویلي، دغه غونډه چې د یونسکو د اجراییوي شورا د ۲۲۰مې ناستې د پرېکړې پر بنسټ تنظیم شوې، د نړۍوالو شریکانو په همکارۍ به پکې د افغان مېرمنو او نجونو په فعاله ګډون ترسره کېږي.

په دې ناسته کې به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونو او مېرمنو پر روان وضعیت هم خبرې اترې وشي.

د یونسکو سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه غونډه کې به د افغان نجونو اوسني ناورین ته د نړۍوالو پام راوړي او د هغو محدودیتونو په تړاو به هم بحث وشي چې اوس‌مهال ورسره افغانستان کې مخ دي.

په دغه ناسته کې به د طالبانو پر هغو بندیزونو چې پر نجونو یې د ښوونځیو او‌ پوهنځیو دروازې تړل شوې هم پراخ بحثونه وشي.

یونسکو زیاته کړې، چې له دغه غونډې څخه یې موخه افغان نجونو او مېرمنو ته د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ او پام راړول دي؛ څو د زده‌کړو تر څنګ په بېلابېلو برخو کې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

د پخواني جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته طالبانو په هېواد کې د زده‌کړو او کار تر څنګ پر افغان نجونو او مېرمنو خورا سخت بندیزونه ولګول.

اوس‌مهال د دغو بندیزونو له کبله مېلیونونه نجونې او مېرمنې د افغانستان دننه له سختو کړاوونو سره ژوند تېروي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د ښځو پر وړاندې خورا سخت دریځ لري او د هغه له لوري لګول شوي بندیزونه په نړۍ کې پر ښځو بې ساري ګنل شوي دي.

د همدغو بندیزونو له کبله په کور دننه او دباندې پر طالبانو خورا توندې نیوکې کېږي.

ویل کېږي، په ښکاره د ملاهبت الله او نور طالبانو ترمنځ د نجونو زده‌کړو او د ښځو د تعلیم پر سر سخت داخلي اختلافات هم موجودي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې په خوست کې د خپل مشر هغه پرېکړې ظالمانه وبللې، چې له مخې یې نجونې له زده‌کړو څخه راګرځولې دي.

عباس ستانکزی تر دغو څرګندونو وروسته سمدستي له کابله پښې سپکې کړې او راپورونه خپاره شول، چې ملاهبت الله یې د نجونو د زده‌کړو د ملاتړ له کبله د نیول کېدو امر کړی و.

د طالبانو مشر ملاهبت په امر هغه کسان چې د نجونو د زده‌کړو او ښځو په ملاتړ غږ پورته کوي زندانيان کېږي او له سختو شکنجو سره یې مخ کوي.