د سوریې امنیتي ځواکونو او د بشارالاسد ملېشو ترمنځ په نښتو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې خبر ورکړی، چې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د بشارالاسد اړوندو ملېشو ترمنځ د سختو نښتو له امله د سوریې په ساحلي سیمو کې تر اوسه ۷۰ کسان وژل شوي، لسګونه نور ټپیان او نیول شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د بشارالاسد اړوند علوي ملېشو د پنجشنبې په ورځ د سوریې په ساحلي سیمو کې د دولتي ځواکونو پر ضد خونړی برید کړی، چې د چارواکو په وینا دا د اسلامپاله ډلې له واک ته رسېدو وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو سخت برید بلل کېږي.

د سوریې دولتي خبري اژانس سانا خبر ورکړی، چې د لاذقیې او طرطوس په ښارونو کې ګرځ بندیز نافذ شوی او امنیتي ځواکونه د ښارونو، کلیو او شاوخوا غرنیو سیمو د تصفیې عملیات ترسره کوي.

په ورته وخت کې د العربیه ټلوېزیوني شبکې خبر ورکړی، چې د لاذقیې بندر ته نږدې د سوریې د امنیتي ځواکونو او د بشارالاسد د حکومت پاتې کسانو ترمنځ نښتې روانې دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې هم خبر ورکړی، چې د لاذقیې په القرداحه ښار کې امنیتي وضعیت له کنټروله وتلی او امنیتي ځواکونه د ګرځ بندیز له اعلان وروسته دې ښار ته د اضافي ځواکونو استول پیل کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې د سیمې د امنیت یوه مشر ویلي، چې ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه وژل شوي او ټپیان دي.

نوموړي دغه برید چې د «اسد پلوه ملېشو» له لوري ترسره شوی «یو منظم عملیات» بللي دي.

د سوریې ساحلي غرنیو سیمو کې چې د علویانو مرکز بلل کېږي، د تاوتریخوالي زیاتوالی اوس د احمد الشرع لپاره لوی امنیتي ګواښ ګرځېدلی.

هغه هڅه کوي، چې پر سوریه خپله واکمني ټینګه کړي.

په همدې حال کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د «خوندیتوب او ثبات» لپاره د دمشق له حکومت سره خپل ملاتړ اعلان کړی او هغه ډله‌ییز تاوتریخوالی یې غندلی، چې «قانون‌ماتوونکې» ډلې یې ترسره کوي.

د اسد تر سقوط درې میاشتې وروسته چې د تحریر الشام اسلامپاله ډلې د احمد الشرع په مشرۍ حکومت جوړ کړ، د سوریې د یووالي هڅې له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي.

د سوریې حکومت د علوي ټولنې ډېر غړي د امنیتي ادارو او دولتي تشکیلاتو لپاره استخدام کړي وو؛ خو اوسنی اسلامي حکومت د دوی پراخ ګوښه کول پیل کړي.

فعالان وايي، چې د بشار اسد تر سقوط وروسته د علوي ټولنې غړي په ځانګړي ډول د حمص او لاذقیې کلیوالي سیمو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

سره له دې چې احمد الشرع ژمنه کړې، چې د سوریې اداره به ټول ‌ګډونه وي؛ خو تر اوسه یې له علوي مشرانو سره رسمي لیدنې نه دي ترسره کړي.

د امریکا د اوکلاهوما پوهنتون د منځني ختیځ د مطالعاتو مرکز مشر جاشوا لاندیس ویلي:« علویان متحد نه دي؛ خو د رژیم پر ضد پراخېدونکې ناراضایتي به د سوریې ټولې ملېشې نورې هم زړورې کړي؛ که هغه د نوي رژیم مخالفین وي او که د خپل انقلاب استازي».

هغه خبرداری ورکړی، چې د سوریې د کورني وضعیت خرابېدل ښایي بهرنۍ لاسوهنو ته لاره هواره کړي.

د سانا خبري اژانس د راپور له مخې، د سوریې امنیتي ځواکونو د جبله په ښار کې د حافظ اسد د واکمنۍ پخوانی استخباراتي افسر ابراهیم حویجه نیولی دی.

همداراز د سوریې د دفاع وزارت یو چارواکي ویلي، چې د لاذقیې په سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري؛ څو هغه وسله‌وال وڅاري، چې د یو پخواني لوړپوړي پوځي افسر سره تړاو لري.

د طرطوس ښار چې د علویانو مهم مرکز ګڼل کېږي، پکې پوځي حالت اعلان شوی او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

یو ځایي اوسېدونکي رویټرز ته ویلي:« امنیتي ځواکونو د لارینوالو د خورولو لپاره ډزې وکړې».

د راپورونو له مخې، د روانې اونۍ په پیل کې د لاذقیې په ښار کې د دفاع وزارت دوه غړي وژل شوي چې دولتي رسنیو ویلي، دا هم د اسد پلوه وسله‌والو کار دی.

په سوېلي سوریه کې هم تاوتریخوالی زیات شوی، چې د الصنمين په ښار کې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د نښتو پر مهال شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.