امریکا کې د مېشتیدو په تمه ګڼ افغانان په پاکستان کې په یوه خطرناک حالت کې بند پاتې دي

د امریکا د این پي ار یا ملي عمومي راډیو د راپور له مخې، امریکا کې د میشتیدنې په تمه ګڼ افغانان د ټرمپ له لوري د کډوالو د پروګرام د بندښت او د پاکستان د حکومت د اېستلو د فشار له امله په یوه خطر ناک حالت کې بند پاتې دي.

د این پي ار راډیو په راپور کې ویل شوي، ډیری افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته پاکستان تللي د ټرمپ ادارې لخوا د امریکا د کډوالو پروګرام ځنډیدو او د پاکستان له خوا په زور ایستلو او افغانستان ته په تګ د ممکنه ګواښ پېښیدو له امله په پاکستان کې په یو بد حالت کې بند پاتې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د هغو کسانو په منځ کې چې د پاکستان له خوا په زور د اېستلو له ګواښ سره مخ دي لسګونه زره یې هغه افغانان دي چې امریکا کې د مېشتیدو غوښتنلیکونو د پرېکړو په تمه وو.

خو ډونالډ ټرمپ په جنوري میاشت کې د امریکا د کډوالو پروګرام وځنډاوه.

په راپور کې ویل شوي، چې د افغان کډوالو په اړه د پاکستان او امریکا نويو پرېکړو دغه افغانان له ډیر بد حالت سره مخ کړي دي.

د افغان کډوالو په اړه د امریکا او پاکستان د پرېکړو له اعلان وړاندې هم د اسلام اباد پولیسو د افغان کډوالو دځورولو، خپل سري توقیف او بندې کولو لړۍ پیل کړې وه.

د راپور له مخې هغه کسان له ناڅرګند حالت سره مخ دي چې له امریکا سره یې تړاو درلود او د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته پاکستان ته تللي دي.

له دغو کسان یو هم د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی کارمن دی.

نوموړی چې ۳۸ کاله عمر لري وايي، یوه لسیزه یې له امریکایانو سره همکاري کړې او د ۲۰۲۲ کال په لومړيو کې د طالبانو له ډاره پاکستان ته تللی او امریکا کې د بیامېشتیدو غوښتنلیک منلو ته په تمه دی.

نوموړی وایي، تمه یې لرله چې د بیا میشتیدنې پروسه به ګړندۍ وي ځکه چې د متحده ایالاتو د حکومت د یو کارمن لخوا د کډوالو د داخلې پروګرام ته ورپیژندل شوی و.

نوموړی اوس خپل ټولې پیسي مصرف کړې دي او په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره امکانات یې خلاص شوي دي.

هغه وايي:« زما ژوند یو ډول بند پاتې دی، ژوند مې ولاړ دی. زه د خپلو ورځو، اونیو او میاشتو په اړه پریکړه نشم کولی. که رښتیا ووایم دا شیان ما خرابوي.»

په پاکستان کې د امریکا د بیا میشتیدنې غوښتونکو وړاندې هم د غوښتنلیکونو د ورو پرسس په اړه اندېښنې څرګندي کړې وې.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د ۲۰۲۳ کال په دوبي کې د افغان کډوالو د قضیو پروسس پیل کړ او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان لاندې د بیا میشتیدنې ملاتړ مرکز د ۲۰۲۴ کال په اپریل کې فعال شو.

په دغه راپور کې د ګڼو هغو افغانانو سره خبرې شوې، چې په امریکا کې د بیا مېشتیدنې ټول اړین پړاوونه یې بشپړ کړي او امریکا ته د الوتنې په تمه وو، خو د ټرمپ د اجراییوي فرمان له صادریدو وروسته ټوله پروسه په ټپه دریدلې ده.

میوند عالمي چې په اسلام اباد کې د افغانانو د یوې سیمه ییزې ټولنې مشر دی وايي، د ټرمپ د فرمان له صادریدو وروسته د افغانانو منځ کې خواشیني خپره شوه او خلک په ډیر ناهیلي حالت کې دي.

نوموړی وایي:«هیله ده چې د ولسمشر ټرمپ فکر به بدل شي. موږ باید انتظار وکړو. دا یوازینۍ لاره ده.»

خو د ټرمپ د اجرایوي فرمان پر وړاندې یوه قانوني ننګونه روانه ده او ځینو جمهوري غوښتونکو قانون جوړونکو څرګنده کړې چې دوی د هغو افغانانو لپاره د استثنا ملاتړ کوي چې له امریکا سره یې مرسته کړې ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په مشرۍ متحده ایالاتو ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي

بایډن د ۲۰۲۵ کال لپاره د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه امریکا ته تر ۱۲۵۰۰۰۰ پورې کډوالو د ننوتلو اجازه ورکړه.

خو د ټرمپ نوی اجرایوي فرمان به ښايي ځینې افغانان دې ته اړ کړي چې په پاکستان کې په غیرقانوني توګه پاتې شي یا به له ډار او ویرې سره افغانستان ته راستانه شي.

بل خوا بیا پاکستان دوه کاله وړاندې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي وروسته د هغو کډوالو پر وړاندې چې قانوني سندونه یې نه لر د اېستلو لړۍ پیل کړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې راپور ورکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۵ کال د جنوري تر نیمایي پورې له پاکستان نه ۸۱۳۰۰۰ افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان یوځل بیا د افغان کډوالو په وړاندې خپله پالیسي سخته کړې او له اسلام اباد او راولپندۍ د وتلو امر یې کړی دی.

د تېر کال په وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان وکړ چې هیڅ افغان ته به د حکومت له اجازې پرته په اسلام آباد کې د اوسېدو اجازه ورنه کړل شي.