د افغاني ټولنې ناورین؛ افراطیت پر افراطیت له‌منځه نه‌ځي

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

د ننګرهار پخوانی والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر

د افراطیت تعریف دا دی چې ټول هغه عام نورمونه چې د یوې ټولنې د اکثریت ولس لپاره د منلو وي او نور یې په خلاف عمل کوي، افراطیت بلل کېږي.

یا په بله توګه افراطیت هغه فکر، عمل او عقیده ده چې له منځ‌لارې یا معتدل دریځ څخه لرې وي. له دې کبله د یوې ټولنې افراطیت د بلې ټولنې د افراطیت سره توپیر لري.

افراطیت بېلابېل ډولونه لري لکه سیاسي افراطیت، مذهبي افراطیت او ټولنیز افراطیت. په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د افراطیت کلمه زیاته دیني/مذهبي افراطیت لپاره استعمال شوې، خو پر سیاسي او ټولنیز افراطیت کم بحث شوې دی.

دا چې د اکثره افغاني لیکوالانو، شاعرانو، سیاسیونو،‌ مدني فعالانو او دیني علماوو مخاطب د افغانستان ولس او افغانستان دی، نو مونږ نه‌شو کولاې چې یوازې پر دیني/دیني افراطیت بحث وکړو او سیاسي او ټولنیز افراطیت له پامه وغورځوو.

په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان لپاره سیاسي او ټولنیز افراطیت د دیني/مذهبي افراطیت نه هم زیاته صدمه رسولې ده ځکه ډیر وخت دیني/مذهبي افراطیت هم د سیاسي او ټولنیز افراطیت پر وړاندې عکس‌العملونه وو. د افغانستان ټولنه یوه مسلمانه ټولنه ده او هر سیاسي‌ او ټولنیز افراطیت د افغانستان د مسلمانې ټولنې په وړاندې یو بل دیني/مذهبي افراطیت زیږولې او ټولنه یې بې ثباته کړې ده. ځکه د سیاسي افراطیت پر ضد یو بل دیني/مذهبي افراطیت تقویه شوې دی. لکه د سوړ جنګ په وخت کې د خلق د افراطي رژیم په ضد چې کمونیستي افکار یې درلودل، د اسلامي افراطیت ډلې تقویه شولې تر څو کمونیستي ایډیالوژي په اسلامي ایډیالوژي له منځه یوسي.

د افغانانو د اکثره سیاسیونو، لیکوالانو، مدني فعالانو، شاعرانو او علماو په لیکنو او خبرو کې افراطیت ځکه موجود دی چې دوی خپله ټولنه نه پېژني او یا د خپلې ټولنې یوه کتله خلک پېژني او غواړي چې خپل افراطي فکر پر ټوله ټولنې قبول کړي، نو ځکه د دیني، مذهبي، سیاسي او ټولنیز افراطیت پر وړاندې شدید عکس‌العملونه ایجاد شول، حکومتونه او رژیمونه بدل رابدل او نظامونه ړنګ شول.

دا باید ومنو چې په تېرو پنځو لسیزو کې د افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او لیکوالانو پېژندنه د خپلې ټولنې نه د جنګونو، مهاجرتونو او په انزوا کې اوسېدلو له امله زیاته شوې ده. باالعکس، د افغانستان د ګاونډیانو او بهرنیانو پېژندنه د افغانستان نه زیاته شوې او د هر سیاسي مشر، لیکوال او مدني فعال د پښو د بوټانو او څپلیو نمبرې هم ورته معلومې دي او پوهېږي چې څنګه دوی په مستقیم او غېرمستقیمه توګه استعمال او استخدام کړي. ګاونډیانو او بهرنیانو، د افغانانو د خپلې ټولنې د کمزوریو له امله، د خپلو پروژو د عملي کولو لپاره روایتونه جوړ کړل تر څو اوبه خړې او خپل ماهیان ونیسي. د کور، ډوډۍ، کالي، سوچه اسلامي نظام، ډېموکراسي او د بشر حقونو په نوم روایتونه جوړ شول. اخر کې نه کور و، نه ډوډۍ وه، نه کالي او نه سوچه اسلامي نظام، او نه ډېموکراسي او بشري حقونه. یوازې افغانان یې په خپلو کې سره وجنګول.

د دې لپاره چې لږ زیات وضاحت وشي، غواړم چې په تېرو پنځو لسیزو کې ځینو دیني/مذهبي، سیاسي او ټولنیز افراطیت ته ارشاره وکړم ځکه اکثره افغانان د دغه افراطي طرز فکر که هغه دیني/مذهبي و، که سیاسي و او که ټولنیز، شاهدان او یا د خپلو پلرونو او مشرانو نه په یاد لري. هر افراطي تغیر افراطي عکس‌العملونه لرلي دي.

په افغانستان کې د اخوان‌المسلیمن د تګ‌لارې له امله دیني افراطیت رامنځته شو. د مسلمانو ځوانانو ډلې ځانونه د دین ټیکه داران بلل. د دغې ډلې پر وړاندې روایتي ملایانو، چپي سیاسي ډلو لکه خلق، پرچم، شعله جاوېد او ان ملي ګرایان راپاڅېدل او د دوی د افراطي نظریاتو سره مخالفت وکړ.باالاخره د یادې ډلې مشرانو، لکه برهان‌الدین رباني، ګلبدالدین حکمتیار، احمدشاه مسعود او یو شمېر نورو پاکستان ته پناه یوړه. د هماغه ورځې نه چې دوی پاکستان ته پناه یوړه، د پاکستان لاس وهنې په افغانستان کې زیاتې شولې. دغې دیني افراطي ډلې د افغانستان د ګاونډیانو، عربو او غرب په وسیله د روسانو پر وړاندې وجنګول شولې او په لسګونو نورې سیمه‌ییزې ډلې د دوی د افراطیي نظریاتو له امله په دنیا او سیمه کې سر راوچت کړ. تر اوسه پورې د دغه ډلو اول او دویم نسل، د پاکستان او ایران تر نفوذ لاندې دي.

د داود خان په وخت کې د دوی حملې په پنجشېر، لغمان، کونړ، ننګرهار او پکتیکا کې او همداشان داخلي جګړې د دوی د کړنو ښه ثبوت دی چې افغانستان یې د نورو د ګټو لپاره کنډواله کړ.

د مجاهدینو ډلې په ایران او پاکستان کې طالبان، داعش او نورې لسګونې ډلې او ګروپونه د عربو او عجمو، د اخوان‌المسلمین افراطي مفکورې زېږنده ده. ډېرې شاید ووایي چې نورو دوی استعمال کړل دا ځکه استعمال شول چې افراطي ډلې د خپل افراطيت د نفوذ او تقوې لپاره د هرې لارې نه امکانات تر لاسه کول او ویل یې چې د مردارو حیواناتو غوښه خوړل هم د جنګ او اړتیا په وخت کې روا ده.

د خلق ډېموکراتیک ګوند (خلق او پرچم) د سیاسي افراطیت یوه بله بېلګه وه چې د بهرنیانو اشغال او تهاجم ته یې زمینه مساعده کړله. د دغه افراطي ډلې د قدرت نیولو سره په افغانستان کې د ګاونډیانو او د دنیا د نورو ملکونو پراخو مداخلو او استخباراتي لوبو ته زمینه مساعده کړله. انجام یې د نظام سقوط او داخلي جنګونه و. د خلق او پرچم ډلې زیات غړي له حزب او جمعیت سره یو ځای شول او داخلي جنګونو او کودتاه ګانو ته یې زمینه مساعده کړله. د دوی د تقسیم او جهادي ډلو سره د یو ځای‌کېدو له امله جنګونو قومي، ژبني او سمتي بڼه خپله کړه. دغه سیاسي افراطيت پایله د مذهبي افراطیت نه هم زیاته د افغانستان په تاوان وه او ده. د دوې ونډه په داخلي افراطي قومي، ژبني او سمتيجنګونو او اختلافاتو کې د ټولو نه زیاته وه او غوښتل یې چې د خپلو حزبونو پخوانې عُقدې او رقابتونه د دغه دیني/مذهبي افراطي ډلو تر چتر لاندې سړې کړي. دوی ته هم مفکوروي ارزښتونه لکه د مذهبي افراطي ډلو غوندې،د پښو لاندې کړل او دمردارو حیواناتو غوښې خوړل یې ځانونو ته روا وبللې.

د جمهموریت په وخت کې هم د ښي او چپي افراطي ډلو او لوبغاړو ونډه زیاته وه. البته د ښي او چپي افراطي ډلو سره یوه بله غربي سیاسي افراطي ډله یو ځای شوله. د ډېموکراسې تر عنوان لاندې شرقي، غربي او دیني/مذهبي افراطیان سره همغږي او د پراخه فساد فرهنګ ترویج ته زمینه مساعده کړله. په دغه دوره کې وضعیت نور هم ځکه خراب شو چې پخوا به چپي او افراطي ډلو د اداري فساد نه ځانونه ساتل او د خپلو مفکورو او ایډیالوژیو لپاره تر ډیره حده وفاداره و. یا په بله مانا د ایډیالوژیو لپاره یې شخصي ګټې قرباني کولې. خو کله چې د مذهبي او سیاسي افراطي ډلو لوبغاړي د غربي افراطي ډلې د لوبغاړو سره یو ځای شول، دوی په شریکه پراخه فساد ته زمینه مساعده کړله. اوس داسې ښکاري چې د ښي او چپي ډلو پاکي هم د مجبوریت له مخې وه او یا زمنیه ورته مساعده نه وه ځکه زیات امکانات هغه وخت نه و.

که تیرو قوماندانانو، جنرالانو، تکنوکراتانو، مدني فعالانو، د ښځو د حقونو د مدعیانو او نورو سرمایه او کړېنې مطالعه شي نو بیا چپي، ښي دیني/مذهبي او غربي سیاسي افراطیان سره د فساد په اړه همغږي او میلونران شول. دغه دیني/مذهبي، چپي او د دیموکراسې د عنوان لاندې افراطيان یوه بله بدبختي وطن ته راوړه چې دوی فساد د شخصي ګټو لپاره کاوه. د دوی لپاره ایډیالوژي، د وطن سره مینه، ثبات او د خلکو د سوکالې مسله مطرح نه وه فقط د خپلو شخصي پانګونې په فکر کې و. لکه چې دیني/مذهبي افراطيت، داخلي جنګونو ته، چپي افراطیت داخلي‌ قومي، ژبني او سمتي جنګونو او رقابتونو ته زمینه کړله، دغه وروستي دیني/مذهبي، قومي، سیاسي، سمتي او ژبني افراطیت په شریکه د افغانستان هویت، ملي ارزښتونو او ژبنې تفرقې ته زمینه مساعده کړله چې جمهوریت یې سقوط کړ.

جمهوریت یوازې منحیث نظام سقوط نه دی کړی، بلکې هغه ارزښتونه چې افغانانو ورته ملي ارزښتونه ویل لکه د افغانستان تمامیت ارضي، استقلال، ازادي، تعلیم او تربیه، اخلاق او نور ټول ټولنیز مذهبي، سیاسي او فرهنګي ارزښتونه له چلنج سره مخامخ کړل. ځکه وایم چې فرهنګي او مدني افراطیت او فساد د مذهبي او چپي افراطیت نه هم زیات د افغانستان لپاره خطرناکه و او لا هم دي.

مثبت فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تغیر همیشه په تدریجي توګه تر سره کیږي او که په افراطي توګه تر سره شو عواقب یې خطرناکه وي لکه په افغانستان کې مونږ د افراطي مفکورو او تحولاتو لړې ولیدله او اوس هم افغانستان د طالبانو په نوم د یو بل افراطي ډلې سره لاس او ګرېوان دی چې عاقبت به څه کیږي.

د افراطيت د تعریف په اساس، انقلابي حرکتونه که د یوې ټولنې د عام وګړو د طرز تفکر سره چې د هرې ایډیالوژې او طرز تفکر لاندې وي، د مخالفت سره مخامخ کیږي. د امان الله خان ریفورمونه، د داود خان عجله د تغیر، د خلق او پرچم سیاسي افراطيت، د مجاهدینو او طالبانو دیني/مذهبي افراطیت، د جمهوریت دیموکراسي، ټول د چلنجونو سره مخامخ شول ځکه دلته سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي تغیر په تدریجي توګه نه وه. د اسلام فرهنګي تغیر په صدر اسلام کې هم د هغه وخت د شرایطو سره په تدریجي توګه رامنځته شو نه په افراطي ډول. د شرابو منع کول یې په څو مرحلو کې منع کړل او داسې نور.

راځم اوسني حالت ته. په دې وختو کې د ځینو سیاسي کسانو افراطي څرګندونې نه د ډېموکراسي په اصولو ولاړې دي، نه له منل شویو ملي ارزښتونو سره سمون خوري او نه په مذهبي او دیني معیارونو برابرې دي. ته نه‌شي کولای چې په پاریس کې نیمه لوڅ فرهنګ په افغانستان کې عملي کړي او دې ته د بشري حقونو ازادي ووایې.

خلاصه که تېرو کړنو ته نظر واچوو، اکثره طالبان په اسلام عقیده نه لري، ډېموکراتان پر ډېموکراسۍ او ملي ګرایان پر ملي ارزښتونو باور نه‌لري، خو صرف د شعارونو لاندې، قومي، سمتي، مذهبي او سیاسي نفاق ته لمن وهي.

په دې توګه سیاسي افراطیت پر مذهبي افراطیت، مذهبي افراطیت پر سیاسي افراطیت، ټولنیز افراطیت پر مذهبي او سیاسي افراطیت او همدا شان مذهبي او سیاسي افراطیت د ټولنیز افراطیت په وسیله له منځه نه وړل کېږي. لکه چې وایو وینه پر وینه نه مینځل کېږي، همداسې افراطیت پر افراطیت نه‌شي له منځه وړل کېدای، که کېدلای شوای نو دغه پنځو لسیزو جنګونو او تحولاتو به سیاسي، قومي، مذهبي، سمتي او ژبني افراطیت له منځه وړې وې. همداشان هر هغه عمل چې د افغاني ټولنې د منځلارې سیاست، مذهبي، دیني او ټولنیز مشترک ارزښتونو سره په تقابل کې وي، هغه په افغاني ټولنه کې افراطیت دی. د یوې ټولنې او ډلې افراطي فرهنګ او نظریات که هغه د اکوړه خټک او پاکستان د راولپنډۍ وي، که د تهران د اخوندانو، یا د مسکو، اروپا او واشنګټن وي، پر بله ټولنه نه‌‌شي عملي کېدلای.

دا چې افغانان د جنګونو او مهاجرتونو له امله په بېلابېلو هېوادونو کې اوسیدلي او اوسېږي، د بېلابېلو هېوادونو د تعلیمي، سیاسي او فرهنګي نظریاتو او د ژوند د کړنو نه متاثره شويي دي، خو په عین حال کې د خپلې ټولنې د عیني او ذهني واقعیتونو نه هم بې‌ګانه شوي دي. ډېری فکر کوي چې د دوی نظریات د افغانستان ټول ولس نظریات دي او دا باید علمي شي که نه دنیا خرابه او افغانستان به دړې وړې شي. که افغانستان دړې وړې کېدلای، او دا دړې وړې کېدل د ګاونډیانو او دنیا په خیر وای، اوس به وخته افغانستان دړې وړې شوی و ځکه ملي چترونه څو ځلې دړې وړې شول خو افغانستان دړې وړې نه‌شو. د افغانستان د دړې وړې کیدلو ویره ځکه امکان نه لري ځکه د افغانستان د دړې وړې کیدلو سره ګاونډیان هم دړې وړې کېږي. په دې کې شک نشته چې ګاونډیان په افغانستان کې نفوذ او کنټرول غواړي خو د افغانستان دړې وړې کیدل په خپل خیر نه بولي. ځینې چې وایي افغانستان طالبانو د تجزیې نه بچ کړ دا هم هسې هوایي خبرې دي.

په بهر کې دغه قومي، ژبني او سمتي متعصبینو ته زما پیغام دا دی که هغه د هر قوم نه وي، نه‌شي کولای چې په افراطي نظریاتو په افغانستان کې سوله او ثبات راولي. که ځینې افراطي پښتنو د اکثریت په درلودو سره ونه شو کړای چې د نورو قومونو حقونه د پښو لاندې کړي نو د نورو قومونو افراطیان د اکثریت په نه درلودو سره هم نه‌شي کولای چې د پښتنو د اکثریت حقوق د پښو لاندې او پښتانه ختم کړي.

یوازنې د حل لاره د قانون په چوکاټ کې اوسېدل او ژوند کول دي. قانون باید عادلانه وي او تطبیق یې بیا عدل نه غواړي، بلکې پر ټولو یو شان تطبیقول غواړي. اجتماعي عدالت باید د قانون بڼست وي او ټولنیز خدمات ټولو افغانانو ته چې د افغانستان په جغرافیه کې اوسېږي، په متوازنه توګه ورسول شي. سیاسي اقتدار به د قانون په چوکاټ کې د ولسونو په خوښه وي. څوک چې منظم وي او اکثریت خپل کړي، هغه به حکومت کوي چې همدا د ولسواکې اصول دي. داسې نه‌شي کیدلای چې د قوم، سمت او ژبې په بهانه څوک لکه د پخوا په شان ټیکه داري وکړي او امتیاز واخلي او مسوولیت هېڅ د خلکو او وطن په وړاندې ونه لري.

د افراطي نظریاتو او څرګندونو له امله، نن سبا افغانان په داخل او بهر کې د انزوا په حالت کې دي او خبرې یې د یو نخود په اندازه اهمیت نه‌لري او نه ورته څوک اهمیت ورکوي. هو! افغانان صرف په خپلو منځو کې د یو بل په ضد ښه مصروفه دي. د هرې ډلې او مفکورې پيروان کوښښ کوي چې د یو بل پر ضد منفي سوژې پیدا کړي تر څو د مقابل لوری عکس‌العملونه راوپاروي او ځانونه مصروفه کړي. د ټولنیزو شبکو په دغه مصروفیت د افغانستان ستونزې نه حل کیږي.

اصلي مسایل چې څنګه افغانستان د نیابتي جنګونو او رقابتونو نه بچ شي، څنګه یو مشروع او قانونمنده حکومت رامنځته او افغانان د نورو د اهدافو لپاره وسیله نشي، مهم دي. د دغه موخو د ترلاسه‌کېدو لپاره ټول افغانان که هغه طالبان دي او یا د طالبانو مخالفان او هم د افغانستان ولس تر اوسه پاتې راغلي دي. که د افغانانو په فکرونو کې مثبت تغیر رانه‌شي، له ځانونو څخه زیات د هېواد د ثبات په هکله فکر ونه کړي، ستونزمنه ده چې افغانان د افغانستان په راتلونکې کې که هغه طالبان دي او یا د طالبانو مخالفان چندان رول ولري. بهرنیان او ګاونډیان به ورته بیا پروژې جوړوي او دوی به یې لکه د پخوا په شان عملي کوي او د سوخت مواد به افغانان وي. دنیا د ناورین خواته روانه ده او که د دغه ناورین لمبو کې افغانستان بیا ښکېل شو نو نه به مدني فعالان څه کولای شي، نه به سیاسیون او نه به طالبان او نه به د افغانستان ولس. ټول به یې یوازې ننداره کوي.

خلاصه د طالبانو په شمول اکثره چارواکي او سیاسیون د ټول افغانستان د نه‌پېژندنې له امله، د هېواد د ناورین لپاره د حل داسې نسخې نه‌شي وړاندې کولای چې هغه عملي‌ او علمي وي. هره نسخه چې نه علمي وي اونه عملي بڼه ولري، هغه پخپله بل ناورین زېږوي. همدا علتونه دي چې افغانستان تر اوسه پورې د ناورینونو مرکز ګرځېدلی او عاقبت به خیر.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.