قرغیزستانۍ رسنۍ: د قوش تېپې کانال د ازبکستان او ترکمنستان د اوبو سیستمونه له کاره غورځوي

امو سیندد تاجکستان، افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان له لارې تېرېږي او پخواني ارال سمندر ته توییږي او د دې اوبو د وېش هر ډول بدلون د یادو هېوادونو پر ایکوسیستمونو او اقتصاد جدي اغېزې کولی شي. د قرغیزستان ماښام بیشکک رسنۍ وايي، اوبه د نوې زمانې تېل دي او ددې لپاره سیالي پیل ده.

د (Vecherniy Bishkek) په وینا، د امو سیند له اوبو یو مهم کانال د قره‌قوم کانال دی (چې مخکې د لینین کانال په نوم یادېده). دا کانال د ترکمنستان د اوبو ۸۰سلنه اړتیا پوره کوي. د دې اوږدوالی ۱۳۷۵ کیلومتره دی او له امو سیند څخه ۵۰۰ متر مکعبه في ثانیه اوبه اخلي، خو د ویچرني بیشکک په باور، د دې سیمې لپاره تر ټولو ستر ګواښ د قوش تیپې کانال دی، چې افغانستان یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې فعالانه جوړوي.

قوش تیپه د افغانستان تر ټولو لویه بنسټیزه پروژه ده چې د اوبو سرچینو ته وده ورکوي، خو د رسنۍ په باور، دا کانال پرته له دې چې غاړې یې کانکریټ شي، جوړېږي او دا د اوبو د ضایع کېدو لامل ګرځي. یاده رسنۍ وايي، د دغه کانال ظرفیت ۶۰۰ متر مکعبه في ثانیه ته رسېږي، چې د چېرچک سیند له اوبو دوه عشاریه پنځه ځلهزیات دی.

د تخنیکي علومو دکتور صبیر موماد‌یورویچ قدیروف دې رسنۍ ته ویلي، چې « دا کانال پرته له استحکامه جوړېږي، اوبه شګلنو سیمو ته روانېږي، چې ډېره برخه یې جذبېږي او ضایع کېږي خو اصلي ستونزه دا ده چې ازبکستان او ترکمنستان به د کرنې او څښاک د اوبو لپاره له جدي کمښت سره مخ شي». نوموړی وايي، « افغانستان د دې اوبو د کارولو لپاره لازمې زیربناوې نه لري. دوی کانال لري، خو نه د اوبو رسولو پمپ‌ سټېشنونه شته، نه مناسب سیسټمونه، لکه یوڅوک ګراج ولري، خو موټر ونه لري!».

یاده رسنۍ وايي، چې که د قوش تیپې کانال په بشپړ ډول فعال شي، د امو سیند د اوبو کچه به شدیده راټیټه شي، چې د ازبکستان او ترکمنستان د اوبو رسولو سیسټمونه به له کاره وغورځي او د ازبکستان د کرنې او څښاک د اوبو ستونزه به جدي شي.

ویچرني بیشکک زیاتوي، « د سیمې د هوا وضعیت به خراب شي، دوړې او شګلن توپانونه به زیات شي، د اوبي سرچینو پر سر سیمه‌ییزې شخړې ډېرېدای شي او ګاونډي هېوادونه ښايي پر افغانستان اقتصادي بندیزونه ولګوي».

ویچرني بیشکک وايي، په ۲۰۲۳ کال کې عبدالعزیز کاملوف کابل ته لاړ او هلته یې د اوبو د همکارۍ پر موضوع خبرې وکړې خو دا ستونزه باید د یوې پراخې ستراتیژۍ له لارې حل شي او هغه « د سرحدي اوبو د کارولو لپاره نړیوال تړونونه، افغانستان ته د اوبو د ښه مدیریت لپاره شریکې پروژې ورکول لکه د بندونو او زېرمتونونو جوړول او د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي ټکنالوژۍ استعمال دي».

ویچرني بیشکک وايي، د برېښنا صادرات پر افغانستان د فشار یوه وسیله کېدای شي.