د تخارـ بدخشان د مېرمنو خوځښت: نړۍواله ټولنه باید له افغان مېرمنو سره پېوستون وښيي
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تخار او بدخشان مېرمنو خوځښت غړو، اتم د مارچ د ښځو د یووالي د نړۍوالې ورځې په مناسبت ناسته وکړه او له نړۍ والې ټولنې یې وغوښتل چې د افغان مېرمنو د حقونو په اړه دې په فعاله توګه مداخله وکړي.
دغه مېرمنې د پنجشنبې په ورځ (د کب ۱۶مه) د اسلام اباد په یو پارک کې ددې شعار سره راټولې شوې وې، چې موږ غواړو په نړۍواله کچه د طالبانو په واک کې د افغان ښځو د وضعیت او د هغوی د ملاتړ د اړتیا په اړه پوهاوی لوړ کړو.
د ناهید جسور په نامه د غونډې ګډنوالې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: « د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې د ازادۍ، مساوات او عدالت لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو د نه ستړي کیدونکي مبارزې یادونه کوي. موږ د تخار او بدخشان د ښځو د خوځښت غړي د دې سترې ورځې په مناسبت د نړۍ له ټولو ښځو او په ځانګړې توګه د افغانستان له ښځو سره چې د طالبانو د رژیم له ظلم او ستم سره مخ دي، خپل پیوستون څرګندوو.»
دغه مېرمنې وایي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغان مېرمنې له ډېرو اساسي حقونو څخه بې برخې شوې دي.
ددغه پروګرام یو بله ګډنواله حسینه هاشمي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «په افغانستان کې د ښځو نړۍواله ورځ نشو نمانځلی، ځکه طالبانو له ښځو ازادي اخیستې ده، په پاکستان کې هم دا ورځ نشو نمانځلی ځکه د اېستلو ډار دی، له کوره نشو وتلی، هره دقیقه ددې امکان شته چې پولیس راشي او موږ ونیسي او بېرته مو افغانستان ته ستانه کړي، اوس چې چرته یوو په ډار مو ددې ورځې لمانځل پېل کړي، ځکه د بشر حقونو او ښځو حقونو فعالان د پولیسو له لورې نیول کیږي.»
ددغه غونډې ګډنوالو سره ډار وو چې پولیس پرې خبر نشي، د دوی په وینا، په پاکستان کې افغان کډوال له سختو شرایطو سره مخ دی او ډېری افغان مېرمنې له خپلو لومړنیو حقونو څخه بې برخې دی.
د غونډې ګډنوالو په یوې اعلامیه کې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو له سازمانونو وغوښتل، چې د افغان ښځو د حقونو د درک کولو لپاره په فعاله توګه مداخله وکړي، له افغان ښځو سره پېوستون وښيي او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو او د ښځو د ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي حقونو د ملاتړ لپاره له هر ډول نړۍوال فشار څخه کار واخلي.
په اعلامیه کې همدا ډول د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل شول، چې په خپل هېودا کې د کډوالو اساسي حقوق په رسمیت وپېژني.
د ښځو نړۍواله ورځ په وروستي جمهوري نظام کې په ښو مراسمو نمانځل کېده خو کله چې جمهوریت ړنګ او طالبان بیا واکمن شول، په افغانستان کې نه یوازې دا چې اتم د مارچ نه نمانځل کیږي، بلکې له ښځو اساسي حقونه واخیستل شول، د نجونو او ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې وتړل شوې، په کار او سیاسي ګډون یې بندیز ولګېد، او تفریحي ځایونه یې پر مخ وتړل شول، د طالبانو دغه چاره په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شوه مګر دغه بندیزونو د طالبانو په دریڅ کې هېڅ بدلون رانهوست.