د افغانستان خبریالانو ملاتړ سازمان د ښځو کمېټه: طالبان غواړي ښځې له رسنیو حذف کړي

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې د ښځو د نړۍوالې ورځې (۸ مارچ) په مناسب ویلي چې د طالبانو تبعیضي سیاستونه ددې ښکارندوي کوي چې دغه ډله غواړي، په رسنیو کې ښځې په بشپړه توګه حذف کړي.

ددغه سازمان په اعلامیه کې راغلي، د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، سږکال په داسې حال کې را رسېږي، چې افغانې خبريالانې له درېیو پرله‌پسې کلونو راهیسې د طالبانو د محدودیتونو او سختو قوانینو تر سیوري لاندې دي.

اعلامیه کې وړاندې راغلي: «د طالبانو د تبعیضي سیاستونو له امله د هېواد په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د ګډون کموالی د دې ښکارندویي کوي، چې دغه ډله هڅه کوي له رسنیز چاپېریال څخه ښځې په بشپړه توګه حذف کړي.»

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې نږدې ۸۹۳ ښځې په دندو بوختې دي چې ۸۵۲ یې د رسنیو اصلي کارکوونکې او ۴۱ نورې بیا په روزنیزو پرورګرامونو کې کار کوي چې دا په تېرو درې کلونو کې د پام وړ کموالی په ګوته کوي.

اعلامیه کې راغلي، بغلان، هلمند، لوګر، میدان وردګ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، ارزګان او زابل بیا هغه ۹ ولایتونه دي، چې هېڅ ښځینه خبریاله په کې نه شته چې دغه چارې د رسنیو په کارونو کې د پام وړ درز رامنځته کوي. علامیه زیاتوي: «د خبریالانو د ملاتړو نړۍوال بنسټونه یې باید د جدي څارنې ترڅنګ د حق غوښتنه وکړي.»

د دغه کمیټې په اعلامیه کې راغلي: «له دې ټولو ستونزو سره - سره په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کارونو دوام د ارزښت او درناوي وړ دي.»

اعلامیه زیاتوي: «مونږ د هېواد په ټولو سیمو کې د رسنیو په برخه کې د ښځو د حضور د ملاتړ په برخه کې خپلې ژمنې ته دوام ورکوو او هڅه کوو چې دا تشه ډکه کړو، ترڅو د بېلابېلو رسنیو چاپېریال کې د جنسیتي برابري لپاره کار وکړو او د جنسيتي اپارتاید د له منځه وړلو لپاره د عدالت غږ پورته کړو.»

په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره په ښځو سخت قوانین وضعه شول، د زده کړو، کار او تفریح ځایونو ته د تګ ترڅنګ په رسنیو کې د دوی کارونه محدود شول، د رسنیو ښځينه کارکوونکو باندې حجاب او ماسک کارول جبري شول. د رسنیو ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو سخت قوانین په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شول خو لا هم ددغه ډلې دریځ د ښځینه ژورنالستانو پر وړاندې نه دی نرم شوی.