المرصاد: محمدشریف جعفر د کابل هوايي ډګر د برید طراح نه دی
د کابل نړۍوال هوايي ډګر په دروازه کې پر امریکايي سرتېرو د برید طراح د نیول کېدو په تړاو د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته، د طالبانو استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ په یوه مطلب کې ادعا کړې، چې محمد شریفالله د دغه هوايي ډګر د برید طراح نه دی.
د المرصاد دغه مطلب چې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) خپور شوی، پهکې راغلي چې محمدشریف په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې نیول شوی و او د اګسټ په ۱۵مه د زندانونو له ماتېدو سره سم له زندان څخه وتښتېد.
یادې استخباراتي رسنۍ زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغې ډلې د وسلهوالو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش-خراسان د یو شمېر وسلهوالو له وژل کېدو وروسته دغې ډلې شریف ته مسوولیت وسپاره.
نوموړې رسنۍ ادعا کړې، چې محمد شریف مشهور په «جعفر» په افغانستان کې د داعش خراسان خلافت تر اعلان وروسته له یادې ډلې سره یو ځای شوی و او په وینا یې، نوموړی د تېر جمهوري نظام استخباراتي ځواکونو تر کشف وروسته د ۲۰۱۹ زېږدیز کال پرمهال د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولی و.
د المرصاد په مطلب کې ویل شوي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د داعش ډلې یاد غړی، د طالب استخباراتو له خوا عملیاتو او څار له امله د ځان ساتنې په موخه پاکستان ته تښتېدلی و.
د دغې رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ، محمدشریف د داعش خراسان په لیکو کې د جعفر ترڅنګ د انجنیر شریف او اجمل په نومونو هم مشهور و.
د المرصاد په وینا، نوموړي په دې وروستیو کې د داعش ډلې د امنیت مسوولو او خپل تر لاس لاندې کسان یې د اسحاقزي په نوم د ټېلګرام چینل له لارې رهبري کول.
دغې رسنۍ ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اپرېل کې په هرات کې د دغې ډلې د ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د عبدالله کابلي او ډاکټر حسین په نومونو دوه کسان ووژل.
المرصاد وايي، چې عبدالله د داعش خراسان څانګې د کډوالو ادارې مسوول و او ډاکټر حسین بیا د دغې ډلې د ځانمرګو بریدونو او د افغانستان د غرب زون نظامي مسوول و.
د دغې رسني په وینا، د ډاکټر حسین او عبدالله کابلي له وژل کېدو وروسته د سپينې ماڼۍ ویاند ویلي و، چې دا کسان د کابل هوایي ډګر د برید طراحان وو او د طالبانو له خوا ووژل شول.
المرصاد د ټرمپ اداره او پاکستان د کابل د هوايي ډګر په برید کې د محمدشریف د رول په تړاو پر مبالغې کولو تورن کړي او زیاتوي، چې دوی دواړه په دې موضوع کې خپلې موخې لري.
د طالبانو اړوند یادې رسنۍ په مطلب کې راغلي دي: «ټرمپ غواړي چې خپل مخکېنی رقیب کمزوری وښيي او د محمدشریف د رول په هکله په مبالغې سره خپله هغه ادعا ثابته کړي چې امریکا او امریکایان تر بل هر چا زیات اهمیت ورته لري او دا نیونه یې ښه ثبوت دی.»
المرصاد زیاته کړې، په پاکستان کې د محمدشریف حضور او نیول کېدل خپله پر پاکستان پوښتنې راولاړوي او هغه راپورونه تصدیقوي چې د داعش-خراسان ځالې په پاکستان کې دي.
د طالبانو د استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشت د ځانمرګي برید مسوول نیولی دی.