ژوند او روغتیا؛ هغه عامې تېروتنې چې د روژې په میاشت کې د وزن زیاتېدو لامل کېږي

اکثره خلک فکر کوي، چې د روژې په میاشت کې د وزن کمول اسانه کار دی او هڅه کوي، چې په دې میاشت کې وزن کم کړي، خو له ډېرو هڅو سره - سره وزن یې نه کمېږي.

پوهیږئ چې ولې مو وزن نه کمېږي؟

زه یې وایم چې ولې مو له ډېرو هڅو سره - سره وزن نه کمېږي.

که څه هم په روژې میاشت کې د وزن کمول اسانه کار نه دی، مګر ناممکن هم نه دی.

دې لیکنه کې به تاسو د هغو عامو عادتونو یا تېروتنو په اړه پوه کړو چې د وزن کمولو هڅې ناکاموي.

ټوله ورځ په ناسته تېرول

که تاسو په دفتر کې ډېر ناست یاست، یا تلویزیون ډېر ګورئ، نو د وزن کمول به درته ستونزمن شي.
کله چې یو کس ټوله ورځ ناست وي او ډېر وخت په ناسته تېروي بیا د روژه ماتې او پېشلمي وخت کې ډېره ډوډۍ خوري، دا کار د وزن د زیاتوالي سبب کېږي.

د پېشلمي نه کول

که پېشلمې د دې لپاره ونه کړئ، چې وزن مو کم شي، نو تاسو ته باید ووایو چې تاسو په غلطه روان یاست او دا کار مو د وزن کمولو پر ځای وزن زیاتوي.
که پېشلمی ونه‌کړئ، نو د لوږې احساس مو زیاتېږي، چې پایله یې دا وي چې روژه ماتې یا شپې پر مهال له اړتیا زیاته ډوډۍ وخورئ.

ډېره اندېښنه

اندېښنه خلک دې ته هڅوي، چې ډېر کالوري‌لرونکي او غوړ خواړه انتخاب کړي.

سربېره پر دې، هغه کسان چې زیات فشار یا اندېښنه لري د خیټې او ملا شاوخوا غوړ یې زیاتزږي.

په کافي اندازه خوب نه کول

د خوب کمښت د وزن کمول ستونزمن کوي، ځکه چې د میټابولیزم سرعت کمېږي او کالورۍ ژر نه سوځي.

همداراز د کافي خوب نشتوالی د بدن انرژي کموي، چې له امله یې ورزش کول سختېږي.
پر دې سربېره، هغه کسان چې د کم‌خوبۍ له امله ستړي وي، معمولا ناسمه غذا خوښوي، چې دا هم د وزن د زیاتوالي سبب کېږي.

د خوږو مشروباتو ډېر څښل

په خوږو مشروباتو کې ډېره کالوري وي، خو زموږ ذهن یې سم نه درک کوي، نو له همدې امله د وزن کمولو هڅې ناکامېږي.

لږه اندازه اوبه څښل

هو، د اوبو څښل د وزن کمولو کې مرسته کوي.

که د روژه ماتي او پېشلمي ترمنځ لږې اوبه وڅښئ، بدن به مو د اوبو د کمښت احساس وکړي، چې دا د میټابولیزم پر فعالیت اغېزه کوي.

په ناسمه توګه د خواړه استفاده

که تاسو د روژه ماتي پر مهال ډېر مالګین او غوړ خواړه وخورئ، نو د وزن کمولو هیله مه لرئ.

که تاسو د وزن کمولو هڅه کوئ، نو باید دا عادتونه اصلاح کړئ، تر څو د روژې میاشتې ګټې مو لا زیاتې شي.