د امریکا له خوا د داعش - خراسان ډلې نیول شوی قوماندان "محمد شریف الله" څوک دی؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

لیکوال او څېړونکی

د داعش - خراسان ډلې یو مخکښ غړی محمد شريف الله چې د جعفر شريف الله، شریف الحلاج او قاري محمد په نومونو هم پېژندل کېږي، امریکا د پاکستان په همکارۍ نیولی دی. د امریکا ولسمشر ویلي، چې نوموړی د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح و.

د امریکا د نوي حکومت دریځ:

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محمد شریف الله د نیولو په اړه په خپل وینا کې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر حکومت سختې نیوکې کړې دي.

هغه ویلي چې د بایډن اداره د افغانستان د "ناکامې او بې کفایته وتنې" مسووله ده، چې له امله یې داسې ترهګر ځواکمن شول.

ټرمپ په ځانګړي ډول پاکستان ته مننه ویلې چې د شریف الله د نیولو په برخه کې یې مرسته کړې.

د امریکا متحده ایالاتو پر محمد شریف الله تور لګولی چې "داعش ترهګرې ډلې ته د مادي ملاتړ او سرچینو برابرولو او په کابل هوايي ډګر د برید طراح و" چې له امله یې د کابل په هوايي ډګر کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې نوموړي د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړو اجنټانو ته منلې چې د برید د چمتووالي په برخه کې یې مرسته کړې: "په ځانګړي ډول د بریدګر لپاره هوایي ډګر ته نږدې د تګ لارې په ارزونه او اسانتیا برابرولو کې یې مرسته کړې."

د امریکا لویې څارنوالې پام بانډي په یوه بیان کې وویل: "دا ظالم د داعش- خراسان ترهګر د ۱۳ اتلو سمندري سرتېرو د بې رحمه وژنې پلان جوړونکی و."

د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې شریف الله د نورو بریدونو په اړه هم اعتراف کړی، چې پکې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د مسکو کروکس ښار د یو تالار برید هم شامل دی.

هغه ویلي: "هغه بریدګرو ته د AK ډوله ټوپکو او نورو وسلو د کارولو لارښوونې ورکړې وې."

محمد شریف الله څوک دی؟

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت یوه لوړپوړي چارواکي وویل، چې محمد شریف چې په ۲۰۱۴ کال کې په باجوړ کې د ټي ټي پي سرګروپ و، له هماغه ځایه په ۲۰۱۸ کال کې د داعش - خراسان ډلې سره یو ځای شو او د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لاړ.

د سرچینې په خبره، چې محمد شریف چې په قاري محمد، قاري شریف غرنی، جعفر محمد، جعفر شریف او شریف الحلاج نومونو د افغانستان د جمهوري دولت له ملي امنیت سره ثبت و، په کونړ، نورستان، د ننګرهار په هسکه مېنه، باجوړ او تیرا کې اوسېدلی دی.

یاد سرچینه زیاتوي، چې د محمد شریف یو بل ورور نقیب الله الخراساني په ۲۰۱۹ کال کې په اچین ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

نوموړی د داعش - خراسان ډلې د پخواني ویاند سلطان عزیز عزام اوښی دی.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت دغه لوړ پوړی چارواکی وايي، چې نقیب الله درې مېرمنې درلودې چې درېیمه مېرمن یې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د امریکا په ډرون حمله کې وژل شوې ده.

محمد شریف الله د افغانستان د پخواني جمهوري دولت له خوا په ۲۰۱۹ ز کال کې نیول شوی و، چې د جمهوري دولت له سقوط سره یو ځای له زندانه وتښتېد او باجوړ ته لاړ.

هغه د داعش خراسان ډلې د پخواني مشر مولوي عبدالله/ اسلم فاروقي له نېږدې دوستانو څخه دی.

اسلم فاروقي د خېبر پښتونخوا د اورکزیو اوسېدونکی او په قام اورکزی و. نوموړی د لشکرطبیه پخوانی غړی او له ټي ټي پي سره یې نېږدې اړیکې لرلې. هغه په ۲۰۱۹ ز کال اپریل کې د اسلامي دولت د خراسان د څانګې د مشر په توګه وټاکل شو او د محمد شریف الله ورور نقیب الله یې د سرې قطعې قوماندان په توګه وټاکه.

محمد شریف الله د اسلم فاروقي د مشرۍ پر مهال د اکمالاتو او هدفي بریدونو مسوول او د مولوي عبدالله اسلام فاروقي ځانګړی سلاکار بلل کېده.

د محمد شریف په نیولو کې د پاکستان ونډه:

تازه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول «شریف الله» یو افغان وګړی دی چې په یو لړ بریالیو عملیاتو کې پر ډېورنډ کرښه نیول شوی دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی.
هغه دارنګه په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د پاکستان د رول او ملاتړ په برخه کې د ټرمپ له ستاینې مننه وکړه.
هغه کاږي:« لکه څنګه چې پوهېږئ پاکستان تل د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی دی، چې موخه یې د ترهګرو او وسله‌والو ډلو له‌خوا د بل هېواد پر ضد د فعالیتونو مخنیوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاکستان تر ۸۰،۰۰۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو په ګډون لویې قربانۍ ورکړې دي.
دغه څرګندونې له هغه وروسته شوې، چې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې اعلان وکړ چې هېواد یې له افغانستاته د وتنې پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.
ټرمپ ویلي، د دغې برید مسوول امریکا ته د لېږد په حال کې دی.
نوموړي د دغه کس د نیونې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.