ایران په روان کال کې یوازې په تهران کې ۲۵۰ زره افغان کډوال نيولي

د تهران والي رسنيو ته ویلي، چې د روان کال له پيل څخه تر اوسه يې په دغه ولایت کې ۲۵۰ زره هغه کډوال نيولي، چې د اوسېدو اسناد یې نه درلودل. محمد صادق معتمدیان ایراني شرکتونو او کمپينو ته هم جدي خبرداری ورکړی، چې ناقانونه کډوالو ته کارونه ور نه کړي.

د تهران والي محمد صادق معتمدیان د چار شنبې په ورځ د ایران ایسنا اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې د بې اسناده کډوالو د نیولو او ایستلو په برخه کې وروستي جدي اقدامات تر سره کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې غير قانوني کډوال تر پيژندلو وروسته د خاواران پنډ غالي له لارې خپل هېواد ته لېږدول کيږي.

د تهران والي وايي، چې د غير قانوني کډوالو د نیولو او ایستلو اړوند یې د کورنیو چارو وزارت پلان عملي کړی دی.

هغه زياته کړه: «د دغو وګړو د پيژندلو تر څنګ مو دا اعلان هم کړى دى چې بې اسناده کډوال دې په خپله خوښه د خاواران کمپ ته ولاړ شي او خپل ځانونه دې معرفي کړي څو خپل هيواد ته د هغوى د ستنيدو کړنلارې ترسره شي.»

محمد صادق معتمدیان زياته کړه، چې په همدې کال کې يې يوازې په تهران کې ۲۵۰ زره بې اسناده کډوال نيولي، چې د خاواران پنډغالي له لارې به هېواد ته ولېږدول شي.

د معتمدیان په وینا، له هغو سوداګریزو اتحادیو، شرکتونو او کمپينو سره به قانوني چلند وشي او مرکزونه به یې هم وتړل شي، چې بې اسنادو کډوالو ته دندې ورکوي.

نوموړي خبر ورکړی، چې په ټول ایران کې د کورنيو چارو وزارت د تګلارې له مخې د بې اسنادو کډوالو پېژندل او نیول پیل شوي دي.

تېره اونۍ د ایران سمنان ولایت د امنیتي چارو مدیر محمود قدرتي ويلي و، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۱۴زره افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایت څخه اېستل شوي دي.

که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته په خپل وروستي سفر کې له طالبانو سره ژمنه کړې وه، چې په خپل هېواد کې به له افغان کډوالو سره له نرمۍ کار اخلي خو داسې ښکاري چې ایران د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې جدي دی.