د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله په اپرېل کې د نیپال پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې لري
د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله په را روانې اپرېل میاشت کې د نیپال په کوربهتوب د دغه هېواد د ۱۹کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ لوبې لري.
کرېکټ بورډ په دې تړاو په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان لوبډله به د روانې میاشتې په وروستیو کې په دغو لوبو کې د ګډون لپاره نیپال ته ولاړه شي.
خبرپاڼه کاږي، چې له دغې لړبلړۍ وروسته د ۱۹کلنو ملي لوبډله به د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړۍوال جام اسیا کوالیفایرو کې برخه واخلي.
ټاکل شوې، چې د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړۍوال جام اسیا کوالیفایرو سیالۍ د راتلونکې اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې دغه درې یو ورځنۍ لوبې به د نیپال په پلازمېنه کتمندو کې د اپرېل په ۳مه، ۶مه او ۹مه نېټه ترسره شي.
خو کرېکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ لا نه دی خپور کړی.