شهباز شریف: د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول یو افغان وګړی دی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید مسوول «شریف الله» یو افغان وګړی دی چې په یو لړ بریالیو عملیاتو کې پر ډیورنډ کرښه نیول شوی دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي، «شریف الله» چې د داعش خراسان څانګې یو لوړپوړی عملیاتي قوماندان و او د افغانستان اوسېدونکی دی؛ د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی.
هغه دارنګه په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅو کې د پاکستان د رول او ملاتړ په برخه کې د ټرمپ له ستاینې مننه وکړه.
هغه کاږي:« لکه څنګه چې پوهېږئ پاکستان تل د ترهګرۍ ضد هڅو کې مهم رول لوبولی دی، چې موخه یې د ترهګرو او وسله‌والو ډلو له‌خوا د بل هېواد پر ضد د فعالیتونو مخنیوی دی.»
هغه زیاته کړې، چې د ترهګرۍ سره په مبارزه کې پاکستان تر ۸۰،۰۰۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدو په ګډون لویې قربانۍ ورکړې دي.
دغه څرګندونې له هغه وروسته شوې، چې نن د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې اعلان وکړ چې هېواد یې له افغانستاته د وتنې پرمهال د کابل هوایي ډګر د ځانمرګي برید طراح نیولی دی.
ټرمپ ویلي، د دغې برید مسوول امریکا ته د لېږد په حال کې دی.
نوموړي د دغه کس د نیونې په برخه کې د پاکستان له همکارۍ مننه کړې ده.