د سيایاې پخوانۍ ماموره: د کابل هوايي ډګر په برید کې حفیظ حقاني لاس لري
د سيایاې پخوانۍ مامورې سارا اډمس د ټرمپ هغه ادعا ننګولې چې وايي، د کابل هوايي ډګر په ابي دروازه کې پر امریکایي سرتېرو د داعش-خراسان ډلې برید مسوول په پاکستان کې نیول شوی او متحدهایالاتو ته سپارل شوی دی.
نوموړې د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې ادعا کړې، چې دا برید د حفیظ حقاني په نوم د یوه طالب ترهګر په امر ترسره شوی دی.
د سيایاې پخوانۍ مامورې حفیظ حقاني د اېمنالظواهري زوم بللی او زیاتوي، چې نوموړی د حقاني او الظواهري په دوو خاندانو پورې تړلی کس دی.
سارا اډمس زیاته کړې، چې دا برید داعش خراسان ډلې نه دی کړی او په وینا یې، امریکا له طالبان سره د یوې پټې اړیکې او معاملې له امله اصلي روایت نه مطرح کوي.
همداراز، هغې ټینګار کړی: «د دښمن د ملاتړ په صورت کې هېڅکله نهشو کولای هغه مات کړو.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کانګرس کې د خپلې وینا پر مهال ادعا کړې، چې د پاکستان په مرسته یې د کابل نړۍوال هوایي ډګر د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي میاشت د ځانمرګي برید مسوول نیولی دی.
امریکایي چارواکو د داعش خراسان ډلې د دغه غړي نوم «شریفالله» ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه په امریکا کې محاکمه کېږي.
د یادونې ده، چې د کابل د هوایي ډګر پوځي دروازې ته څېرمه په «ابي دروازه» کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په وږي میاشت کې ځانمرګي برید ۱۳ امریکایي سرتېري او ۱۷۰ افغان ملکیان ووژل.