طالبان: راتلونکی کال د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له دوو مېلیونو ‌‌ډېر نیالګي کېنوو

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې په حواله ویلي، چې د راتلونکي لمریز کال په بهير کې به د هېواد په کچه څه باندې دوه مېليونه نيالګي کېنول شي.

دغه اژانس د چهارشنبې په ورځ (د کب ۱۵مه) زیاته کړې، چې تر ۱۴۱۰ لمريز کال پورې به په ټول هېواد کې تر ۲۰۰ مېليونه مثمر او غېرمثمر نيالګي کېنول شي.
په راپور کې راغلي، چې طالبان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د نیالګیو کېنول، یوه مهمه لاره بولي او له هېوادوالو څخه غواړي، څو د نیالګیو په کېنولو کې له دغې ډلې سره ونډه واخلي.

د باختر خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبان پلان لري څو د راتلونکې کال په بهیر کې د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې يو مېليون نيالګي کېنوي.

ورته مهال د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت ویلي، چې دغه وزارت څو ورځې مخکې په ټول هېواد کې د نیالګیو کېنولو یو پروګرام پیل کړی او زیاتوي، چې په ۱۴۰۴ لمريز کال کې به څه باندې ۱۶ مېليونه میوه لرونکي او زینتي نيالګي کېنول شي.

بل خوا د «ټي‌ال‌او» موسسې استازي ویلي، دا مهال نړۍ د اقلیم بدلون له جدي ګواښونو سره مخ ده او افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي، چې له دې برخې ډېر زیانمن شوی دی.
د باختر خبري اژانس په راپور کې دیوناما دفتر استازي الن فیلس په حواله راغلي، چې نوموړي افغانستان د څو لسیزو جګړو له امله د اقلیمي بدلون یو اغېزمن هېواد بللی او په وینا یې، دغې ستونزې ته پاملرنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

د نیالګیو د کېنولو په تړاو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د ۱۰ ځپل شویو هېوادونو په ډله کې دی او طالبان هم د دغه ناورین په مدیریت کې خورا کمزوري دي.