عظمت الله عمرزي د کرکټ یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو ډلبندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ

د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په تازه درجه بندي کې عظمت الله عمرزی په لومړي مقام راغلی. مخکې پر دغه مقام محمد نبي عیسی خیل و، خو اوس هغه په دې درجه بندي کې پر دوهم مقام دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د چهار شنبې په ورځ د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو تازه درجه بندي اعلان کړې او له افغانستان څخه عظمت الله عمرزی په دې درجه بندۍ کې په لومړي مقام راغلی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د عظمت الله عمرزي په اړه لیکلي چې نوموړی د نړۍ غوره استعداد دی او د نړۍ د غوره الراونډرانو په درجه بندۍ کې په لومړي مقام کې راتګ یې ډیر چټک او په زړه پورې و.

د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو پر مهال عظمت الله عمرزي د بریټانیا لوبډلې پر وړاندې د غوره توپ اچونې په پایله کې د پنځو ویکټو ترلاسه کولو او د اسټرالیا پر وړاندې د غوره توپ وهنې پر مهال له ۵۰ منډو جوړولو وروسته د نړۍ د غوره الراونډرانو په درجه بندي کې لومړی مقام ترلاسه کړ.

د کرېکټ د نړیوالې شورا عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو غوره لوبغاړی هم اعلان کړی و.

تردې مخکې د کرېکټ د نړیوالي شورا د الراونډرانو په درجه بندي کې محمد نبي په لومړي او عظمت الله په دریېم مقام کې وو.

د کرېکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو سیالیو د توپ وهونکو په درجه بندی کې بیا ابراهیم ځدراڼ درې درجې وړاندې تګ کړی او د لس غوره توپ وهونکو په نوملړ کې راغلی.

ابراهیم ځدران وړاندې په دغه نوملړ کې په ۱۳ ځای کې و.