ایاواېم: په تېرو دوو اونیو کې له ۱۱ زرو ډېر افغانان له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي
د کډوالۍ نړۍوال سازمان یا ایاواېم د یوه نوي راپور په خپرېدو سره ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې ۱۱ زره او ۶۷۰ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
نوموړي سازمان د سېشنبې په ورځ (د کب ۱۴مه) په خپل راپور کې زیاته کړې، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر د تېر په پرتله دوه برابره چټک شوی دی.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، ۹۱ سلنه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو د وېرې له امله افغانستان ته ستانه شوي دي.
همداراز، د کډوالۍ نړۍوال سازمان راپور څرګندوي چې ۲۱ سلنه نور افغان کډوال په جبري ډول له پاکستان څخه اېستل شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې ۵۴ سلنه افغان کډوال د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباد او د دغه هېواد له راولپېنډۍ ښار څخه اېستل شوي دي.
د یاد سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سېپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۱۵مې پورې د ۱۱ زره او ۶۷۰ کډوالو په ګډون له پاکستان څخه ټولټال ۸۳۶ زره او ۲۳۸ افغان کډوال په جبري ډول اېستل شوي یا هم له پاکستاني پولیسو څخه د وېرې له وجې وتلي دي.
په راپور کې ویل شوي چې دا کډوال د تورخم، چمن او غلام خان بندر له لارو افغانستان ته دننه شوي دي.
د بشري حقونو او د کډوالو نړۍوالو بنسټونو له پرلهپسې غبرګونونو سره - سره پاکستان د افغان کډوالو جبري اېستلو، ځورولو او نیولو ته دوام ورکړی دی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغې ډلې څخه د وېرې، امنیتي ګواښونو او اقتصادي ننګونو له امله زرګونه افغان کډوال ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته تللي دي.