د اتلانو جام سیالۍ؛ هند نن له اسټرالیا سره نیمه پایلوبه لري
د اتلانو جام سیالیو پر دوام؛ نن د هند کرېکټ لوبډله له اسټرالیا لوبډلې سره نیمه پایلوبې لري. دغه لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجه په دوبۍ کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.
د لوبې د وړاندوینې له مخې، هند د دغې لوبې د ګټلو ۶۴ سلنه او اسټرالیا لوبډله بیا ۳۶سلنه د ګټلو چانس لري.
د دغې لوبې لپاره د هند په لوبډله کې د روهېت شرما، شوبمن ګېل، ویراټ کوهلي، شریاس اییر، کې اېل راهول، ریشب پنټ، هاردېک پانډیا، اکسر پټېل، واشنګټن سندر، کلدیپ یادف، هرشیت رانا، محمد شامي، ارشدیپ سېنګ، رویندرا جدېجا او د ورون چکرورتي نومونه شامل دي.
له بل پلوه بیا د اسټرالیا لوبډله کې د سټیو سمېت، شان اېبټ، الېکس کري، بین دروشویس، ناتن ایلیس، جېک فریزر مک ګورک، ارون هارډي، ټریوس هېډ، جوش انګلیس، سپینسر جانسن، مارنس لیبوشین، ګلین مکسوېل، تنویر سنګ، متیو شارټ او زمپا شامل دي.
د دغه جام د نیمه پایلوبې وروستۍ لوبه سبا د سوېلي افریقا او نیوزېلنډ لوبډلو ترمنځ ده.
په دغو دوو وروستیو لوبو کې به پایلوبې ته د دوو تلونکو لوبډلو نومونه په ډاګه شي.
د اتلانو جام پایلوبه به د روانې کب میاشتې په ۱۹مه نېټه ترسره شي.
په دغه سیالیو کې هند تر دې دمه ۶ امتیازه، سوېلي افریقا ۵ او اسټرالیا او نیوزېلنډ بیا ۴،۴ امتیازونه لري.