طالبان: د پاکستان له زندانونو نږدې ۵۰ افغان کډوال خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي ۴۷ تنه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي. دغه وزارت ویلي، خوشې شوي کسان د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
یاد وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان (د کب په ۱۲مه) د سپین بولدک له لارې افغانستان ته تللي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کسان شاوخوا ۴۵ ورځې بندیان وو، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د سلګونو افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
د روان زېږدیز کال له پیل راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او اېستنې لړۍ چټکه کړې ده.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په زور یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
تازه (د کب په ۸مه) پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و، چې د دغه هېواد حکومت پلان لري؛ څو د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي او په دغه پړاو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بې ځایه کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د رسمي اسنادو پر بنسټ، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوالو ته د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی چې دغه هېواد پرېږدي.
د راپورونو له مخې، د هغو افغانانو د استوګنې موده چې غواړي درېیم هېواد ته لاړ شي د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې پورې غځول شوې؛ خو د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې له بل هېواده د ویزې د نهترلاسه کولو په صورت کې هغوی هم ناقانونه کډوال ګڼل کېږي او له له دغه هېواده به و اېستل شي.