د تورخم لارې د بندېدو له امله پنځه زره په توکو بار لارۍ ولاړې دي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

د تورخم لارې د بندېدو او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو له امله پنځه زره په توکو بار لارۍ ولاړې دي او شاوخوا ۱۵۰۰۰ ملکي کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. محلي چارواکي وايي، چې د لارې بندېدو دواړو خواوو ته ۱۵ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

رویټرز خبري اژانس د سیمې اوسېدونکو او پاکستاني چارواکو په حواله لیکلي چې د پاکستان او د طالبانو امنیتي ځواکونو ترمنځ د تېرې شپې جګړې له امله زرګونه کسان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي.

خو د تورخم ځايي اوسیدونکو او پاکستاني چارواکو ویلي، چې نن د سې شنبې په ورځ حالات ارام شوي دي او جګړه نشته.

یوه پاکستاني چارواکي رویټرز ته ویلي، چې «شاوخوا۱۵۰۰ ځایي اوسیدونکي د نښتو له امله لنډي کوتل ته وتښتېدل. افغان پوله ساتو له خبرتیا پرته ډزې وکړې، دولتي ودانۍ او ملکي وګړي یې په نښه کړل او پراخه وېره یې رامنځته کړه.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پاکستاني ځواکونه تورن کړي، چې جګړه لومړی دوی پیل کړې او طالبانو ځوابي برید کړی دی.

پاکستاني چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې د طالبانو له خوا پر ډیورنډ کرښه د پوستې د جوړولو پر سر د شخړې له امله تړل شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې د تورخم په جګړو کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د تورخم لاره د پاکستان او په وچه کې بند افغانستان ترمنځ د مساپرو او سوداګریزو توکو لپاره د ټرانزیټ مهمه لاره ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له ۱.۶ ملیارد ډالرو څخه زیاته وه.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس یوسف افریدي وویل، پنځه زره لارۍ چې د اړتیا وړ توکو څخه ډکې دي ولاړې دي او د تورخم دروازې د بندېدو له امله ۱۵ میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

طالبانو په تورخم کې د څو ورځو پرله پسې جګړو کې د وژل شویو ملکي کسانو او زیانونو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره کړي.