تورخم کې د شپې لهخوا دویم ځل پیل شوې نښته سهار وختي درېدلې ده
په پاکستان کې د افغانستان انټرنشنل خبریال رفعت الله اورکزی وایي، په تورخم کې د دویم ځل لپاره پیل شوې جګړه، چې د شپې په لسو بجو د دواړوو خواوو ترمنځ پیل شوې وه؛ تر سهاره پورې روانه وه. د دغې نښتې د زیانونو په اړه بېلابېلې شمېرې خپریږي.
رفعت الله اورکزی وړاندې وایي، چې په تورخم کې په تازه نښتو کې د شپږو سرتېرو په ګډون لږ تر لږه اته کسان ټپیان شوي او یو موټر چلوونکي بیا د «زړه د حملې» له کبله ساه ورکړې ده.
اورکزي په سیمه کې د پاکستان سیمه ییزو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو خوا ته بیا یو طالب وژل شوی او اوه تنه نور ټپیان دي.
خو په پاکستان کې ځینو امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې په دغې جګړه کې درې طالبان وژل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د افغان طالبانو یو قوماندان ضیاالرحمان هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا د وړمې شپې د جګړې په اړه ویلي و، چې په دغې نښته کې یو طالب وژل شوی او دوه تنه نور بیا ټپیان دي.
طالبانو د تېرې شپې د جګړې په اړه لا جزیات نه دي خپاره کړي.
په تورخم سرچینې وایي، داسې اټکلونه کېږي چې ښایي دغه جګړه نن یو وار بیا له سره پیل شي.
په سیمه کې د افغانستان انټرنشنل خبریال اورکزي وايي، چې که څه هم د دغو نښتو په لړ کې د دواړه خواوو ترمنځ خبرې اترې نهدي بریالۍ شوې؛ خو ښایي نن د دواړه خواوو ترمنځ خبرې یوار وار بیا له سره پیل شي.
ورته مهال په خیبر کې د بېلابېلو قبیلو قومي مشرانو او مخورو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د شته ستونزو د حل لپاره د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
له بلې خوا سرچینې وایي، چې د دغې نښتې له امله ځایي خلک د ځان ژغورلو لپاره خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په لندي کوتل کې هم پاکستاني ځایي چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د جګړې تر بشپړ درېدو دې له کورونو نه وځي او ځانونه دې په امن ځای کې خوندي کړي.
سرچینو ویلي، په دغه نښته کې دواړه خواوو لومړی سپکې وسلې کارولې؛ خو وروسته یې درنې وسلې هم وکارولې، چې په سیمه کې یې ګڼې ودانۍ زیانمنې کړې.
سرچینې زیاته کړې، چې په تورخم کې د ګمرک ودانۍ په ګډون د دواړو لوریو ګڼې دولتي ودانۍ د توپ او هاوان ګولیو د لګېدو له امله هم سختې زیانمنې شوې دي.
سرچینې وایي، چې د جګړو پر مهال د پاکستاني امنیتي ځواکونو یوه پوسته هم سخته زیانمنه شوې ده.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې هم ښکاري، چې د ډیورنډ کرښې پورې غاړې ته د پرتې سیمې باچا مېنې ګن کورونه په دغې نښته کې زیانمن شوي دي.
د خیالي شاه په نوم د باچا مېنې یو اوسېدونکي ویلي: «د سیمې دوه اوسېدونکي هم د خپلو کورونو څخه د تېښتې پرمهال د هاوان ګولیو د لګېدو له امله ټپیان شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د تورخم دروازه له تېرو یولسو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.
دغه لاره تر هغه وروسته د پاکستان لهخوا وتړل شوه، چې طالبانو غوښتل ډیورنډ کرښې ته څېرمه یوه امنیتي پوسته جوړه کړي.
له بل پلوه د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د دغه تاوتریخوالي او له ۱۱ ورځو راهیسې د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه کړکېچن حالت د دواړو هېوادونو سوداګرو ته لوی مالي زیانونه اړولي دي.
د دغې خونې مشر مرستیال ضیا الحق سرحدي ویلي، چې د تورخم دروازې له تړل کېدو راهیسې شاوخوا پنځه زره بار وړونکي موټرونه دواړو خواوو ته بند پاتې دي.
هغه له پاکستان او طالبانو غوښتي، چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله سوداګرو او عام خلکو ته ورپېښې ننګونې دې ژر تر ژره حل کړي.
هغه وویل، چې د لارې بندېدو نه یوازې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درولې؛ بلکې د پولې دواړو خواوو ته یې زرګونه خلک له ګڼو ستونزو سره هم مخ کړي دي.