یوه افغان الاصله جرمنۍ د هامبورګ ایالتي پارلمان ته بریالۍ شوه
یوه افغان الاصله جرمنۍ مهریه اشفته د هامبورګ ایالتي پارلمان ته بریالۍ شوې ده. هغه د هامبورګ په ایالتي ټاکنو کې د سوسیال ډیموکراټ ګوند نومانده وه.
اغلې اشفته د نهه زرو رایو په ګټلو سره بریالۍ شوه، چې د هامبورګ ایالتي پارلمان ته لاره ومومي.
دغه ټاکنې د یکشنبې په ورځ (د کب په ۱۲مه) ترسره شوې.
هغې پر انسټاګرام پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې خپلوان یې لا له وړاندې پارلمان ته د هغې له بریالیتوب خبر وو؛ خو هغې په خپله د ورځې په اوږدو کې له هر ډول وړاندوینې او بیان ورکولو ډډه کړې وه.
دغه افغان الاصله جرمنۍ سیاسي فعاله وایي، چې د پوهاوي لوړولو او د خلکو په زړونو کې د هیلو زېږولو په برخه کې خپلې موخې ته رسېدلې ده.
هغې په ټاکنیزو منډو ترړو کې دا په ډاکه کړې وه، چې موخه یې په جرمني کې د افغان کډوالو غږ اوچتول دي.
مهریه اشفته مدافع وکیله او د هامبورګ پوهنتون په حقوق پوهنځي کې استاده ده.
هغه په کابل کې زېږېدلې او یو کلنه وه، چې مور او پلار یې د جرمني دغه پېژندل شوي ښار ته کډوال شول.
هغه دویمه افغانه مېرمن ده، چې د هامبورګ ایالتي پارلمان ته بریالۍ شوې ده.
په تېرو څلورو کلونو کې زهره مجددي بله افغان مېرمنه وه، چې د دغه ایالات د پارلمان غړې وه.