د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې لوبغاړو ته د برازیل ویزې نه دي ورکړل شوي
د فوټسال د ملي لوبډلې روزونکي مجید مرتضوي په یوه مرکه کې وویل، چې برازیل ته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سفر لغوه شوی دی.
هغه وویل، چې تر اوسه د لوبغاړو ویزې نه دي صادرې شوي او که نن داسې ونه شي نو برازیل ته به یې سفر لغوه شي.
د فوټسال کمېټې او د افغانستان د فوټبال فډراسیون په دې موضوع چوپتیا غوره کړې.
ټاکل شوې وه، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په برازیل کې د فوټسال په څلور اړخیزو سیالیو کې ګډون وکړي.
دغه سيالۍ د افغانستان، ايران، ګرينلنډ او برازيل د فوټسال ملي ټيمونو په ګډون د ١٤٠٣ کال د کب د مياشتې په ١٣مه نېټه پیل او تر ١٩مې نيټې پورې دوام کوي.
وروسته له هغه چې د افغانستان د فوټبال فډراسیون د ایران د فوټبال د مشر روزونکي مجید مرتضوي قرارداد وغځاوه، دوه اوونۍ وړاندې د دغه روزونکي تر څارنې لاندې د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د فوټسال لوبډلې روزنه پیل شوه.
اوس چې د برازيل د سياليو د پيل وخت را رسېدلى، افغان لوبغاړو تر اوسه د دغه هېواد ويزې نه دي ترلاسه کړي.
ویل کېږي، چې د افغانستان د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي د ملي لوبډلې په تمریناتو کې د نه ګډون له امله له خپلو کلبونو سره جدي اختلافات لري.
یو شمېر خبري اژانسونه او خبریالان د برازیل د ویزو نه ترلاسه کول د ملي لوبډلې د مدیرانو، د فوټسال کمېټې او د افغانستان د فوټبال فډراسیون تر منځ د همغږۍ نشتوالی بولي او ادعا کوي، چې د فوټسال کمېټې مسوول د دې ستونزې پړه د فوټسال د ملي لوبډلې مدیر په غاړه اخیستې ده.
مجيد مرتضوي چې د ملي لوبډلې د سفر د نشتوالي او د برازيل د ويزې د نه ترلاسه کولو د لامل په اړه يې په محتاطانه ډول خبرې وکړې وويل، چې په دې مسله کې باید يو مشخص کس ملامت نه شي؛ خو هغه وويل چې ټول لوبغاړي په دې مسله سخت خواشيني دي.
مرتضوي زیاته کړه، چې د برازیل د فوټبال فډراسیون د برازیل په سیالیو کې د افغانستان ګډون ته لېواله دی.