له ښځو سره تبعیض؛ جرمني د افغانستان د مدني ټولنې د مشورتي ناستې کوربه دی

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن له ښځو سره د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړو کنوانسیون (CEDAW) د تعهداتو په اړه د مشورتي ناستې کوربه دی، چې د افغان مدني ټولنې ګڼو استازو پکې برخه اخستې ده.

په دې ناسته کې د جرمني د بهرنيو چارو پر وزیرې انالینا بیربوک او د ملګرو ملتونو څانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د خپلو دوو رپوټونو او له ښځو سره د تبعیض د ټولو بڼو د له منځه وړو کنوانسیون د ارزښت په تړاو خبرې وکړې.

غونډې ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک وویل، « جرمنی افغان ښځې نه هېروي، موږ به تل د دوی ترڅنګ ولاړ یو».

بېربوک د غونډې له برخه والو افغان ښځو مننه وکړه، چې د افغان کډوالو غږ ور سره دی.

نوموړې په خپلو خبرو کې وویل، « زه د هغو ښځو پاموړ منندويي نه شم کولای چې د غږونو د چوپتیا پر هڅو سربېره، د افغانستان له داخل نه له موږ سره یوځای شوې دي. دوی به خپلې کیسې وروسته په تړلو غونډو کې د خوندي لېنک له لارې له موږ سره شریکې کړي. دمګړۍ دوی زموږ غږ اوري ، خو دا چې دا عامې ناستې دي، د امنیت په خاطر به یې خبرې په یوه خوندي ناسته کې واورو».

بینېټ په دې غونډه کې ویلي، چې د افغانستان له مدني ټولنې سره مشوره د دوی د رپوټونو یوه اساسي برخه ده، چې په ځانګړې توګه د افغان ښځو غږ واورېدل شي.

دې غونډې ته د ۵۰ افغان مدني ټولنې د استازو سازمانونو یو پرېکړه لیک هم استول شوی.