سیاف: د هېواد زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له ایراني رسنۍ یراف سره په خبرو کې ویلي، چې طالبانو د اسلامي اصولو خلاف خپل مشر ټاکلی دی. سیاف په دې مرکه کې ویلي: «زعیم باید ملت وټاکي، خو طالبانو اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه.»

نوموړي په دغه مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د جنګ نه، بلکې د بین الافغاني خبرو ملاتړی دی.

دغه جهادي مشر د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو نظام اسلامي دی او که نه ویلي: «د افغانستان زعیم باید د افغانستان ملت، علماء، قانون پوهان، ملي شورا، ولایتي شورا، او د کلیو شوراګانې او نخبه ګان وټاکي، خو طالبانو د یوې ډلې په توګه اسلامي نظام ړنګ او په خپله یې زعیم وټاکه او د اسلامي نظام د رامنځته کولو دعوه یې وکړه، چې دا د اسلام اصول نه دي، دوی دې ملت راټول کړي او ملت دې زعیم وټاکي بیا دې د اسلامي نظام دعوه وکړي، موږ به یې هم ملاتړ وکړو».

ښاغلي سیاف په دغه مرکه کې په افغانستان کې د ستونزې د هوارۍ لپاره په بین الافغاني خبرو ټینګار کړی او وایي، چې د ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې دي، نه جګړه.

نوموړی وایي: «زموږ ملت ډېر زیات تکلیفونه لیدلي دي، په اوسنیو حالاتو کې د جنګ ملاتړی نه یم، مګر د دایمي حل لپاره باید خبرو سره کینو او ستونزې د خبرو له لارې حل کړو، دا هم نه غواړم چې کله موږ په غره کې یو او تاسو په ښارونو او کله تاسو په غره کې یاست او موږ په ښارونو کې، تر کومه باید دا کار دوام وکړي، که خبرې جریان پیدا نه کړي، نو دا ستونزه نه حل کېږي».

یاد جهادي مشر وایي:« په دې هڅه کې یو چې په افغانستان کې د بیا جګړو تجربه تکرار نه شي، یو شمېر افغان سیاسیون مو راټول کړي او نږدې ټول په دې فکر دي، چې د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې حل شي او ټول په دې نظر دي».

پخواني جهادي مشر سیاف د جمهوریت د ړنګېدو او د طالبانو بیا واک ته رسېدو ستر لامل د حکومت له خوا جهادي مشران له حکومته جلا کول په ګوته کړي.

هغه وایي: «خپله راغلم او ولسمشر محمد اشرف غني ته مې وویل چې رییس صیب پرېږده چې د کابل امنیت زه ونیسم، تر هغې چې بین الافغاني خبرې پیل کېږي او سوله یوې نتیجې ته رسېږي، په ډېرې خوشینۍ چې دا کار یې ونکړ او لامل یې دا وو چې د ولسمشر فکر د مجاهدینو سره جوړ نه وو او مجاهدین له حکومت غاړې ته شوي وو».

په دغه مرکه کې استاد سیاف د ایران له حکومته مننه کړې، چې له اوږدې مودې د افغان کډوالو کوربه توبه کوي.

عبدالرب رسول سیاف چې د طالبانو سر سخت مخالف دی، وخت ناوخت د طالبانو په نظام توندې نیوکې کوي او دغه ډله له اسلامي اصولو په سرغړونو تورنوي.

نوموړی په دې باور دی، چې افغانستان طالبانو په زور نه دی نیولی، بلکې دغې ډلې ته سپارل شوی او دغه ډله باید د افغانستان د حل په موخه خبرو ته کیني.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار هم د طالبانو حکومتولۍ ته په اشارې سره وویل، چې د نظام په څرنګوالي کې باید ملت شریک وي، یو اړخیزه پرېکړه د اسلام له نظره د منلو نه دی.

حکمتیار دغه راز زیاته کړه، چې د هېواد په اقتصادي مسایلو، جنګ او سوله، د نظام په څرنګوالي او دې ته ورته مسایلو پرېکړه کې ملت باید شریک وي.
دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالب چارواکي خپلې ټولې چارې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو پر اساس عملي کوي او یادې ډلې هېڅکله د افغانستان خلکو ته د نظر ورکولو حق نه دی ورکړی.