سرچینې: د طالبانو عدلیې وزیر لا هم په دوبۍ کې دی او د حقاني په اړه ضدونقیض رپوټونه دي

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

له کابل سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي تر اوسه په دوبۍ کې دی. د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هکله ځینې سرچینې وايي، افغانستان ته ستون شوی او خوست کې دی، نور وايي، لا هم په دوبۍ کې دی.

سره له دې چې د طالبانو ویاند څه موده مخکې اعلان وکړ، چې حقاني بېرته ستون شوی، خو اوس هم له دوبۍ د نوموړي د ستنېدو په اړه ضدو نقیض راپورونه دي.

ځینې سرچینې وايي، سراج الدین حقاني له دوبۍ خوست ته تللی او کابل ته له تللو ډډه کوي، نور بیا وايی چې اوس هم په دوبۍ کې دی او افغانستان ته نه دی ستون شوی.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې د دې ډلې د کورنيو چارو وزير سراج حقاني له بهرني سفر وروسته افغانستان ته ستون شوی خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه لا هم په بهر کې دی.

سراج الدین حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ۴۸ ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او په کابل کې د سعودي عربستان د سفیر فیصل طلق البقمي سره د تعرفي ناستې خبر ورکړی و.

طالبانو د سلواغې پر ۲یمه اعلان وکړ چې سراج الدین حقاني د دې ډلې د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره یوځای متحده عربي اماراتو ته سفر کړی.

د روان کال د سلواغې په ۲۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې سراج الدین حقاني له څه باندې یوې میاشتې راهیسې له افغانستان نه بهر دی.

د طالبانو دوو معتبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حقاني د ملاهبت الله له کړنو ناراضه او د هغه له خپلسرو پرېکړو او یکه تازیو سره مخالف دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.

عبدالحکیم شرعي

د طالبانو عدلیې وزارت ۴۳ ورځې وړاندې د عبدالحکیم شرعي او په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د لیدنې کتنې خبر ورکړی و.

له هغه وروسته یې کوم رسمي فعالیت نه دی ښودل شوی.

افغانستان انټرنشنل ته سرچیینو ویلي، چې نوموړی اوس هم په دوبۍ کې دی او افغانستان ته بېرته نه دی ستون شوی.

د طالبانو د عدليې وزارت ویاند د کب پر لومړۍ نېټه د افغانستان انټرنشنل له رپوټ وروسته اعلان وکړ، چې د دغه وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي د هبت الله په اجازه د درملنې لپاره دوبۍ ته تللی او ژر به خپلې دندې ته ستون شي.

نوموړي د یاد طالب وزير د استعفا ورکولو خبرونه رد کړل.

خو اوس هم د طالبانو سرچینې تاییدوي چې عبدالحکیم شرعي له دوبۍ افغانستان ته بېرته نه دی ستون شوی.

دوبۍ ته د شرعي تر تګ څو ورځې وروسته افغانستان انټرنشنل د نوموړي غږیز فایل ترلاسه کړ، چې پکې یې ویل، د مداخلو له امله یې څو ځله له دندې استعفا کړې ده، خو استعفا یې نه ده منل شوې.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د وتلو رپوټ ور کړی و، چې وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او نورو معتبرو سرچینو هم تایید کړ.

ستانکزي د ښځو پرزده کړو بندیزونه د ملا هبت الله شخصي غوښتنې او پرېکړې بللې وې او له هغه سره یې په ګڼو برخو کې ښکاره مخالفت کاوه.

که څه هم طالبانو هغه وخت وویل چې عباس ستانکزی د ارام لپاره دوبۍ ته تللی، خو نوموړی هم تر اوسه افغانستان ته نه دی ستون شوی،