د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر: په افغانستان کې ښځې او نجونې له جنسیتي توپیر سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له جنسیتي تبعیض سره مخ دي. ولکر ترک افغان میرمنې او نجونې په خپلو کورونو کې د "مجازی بندیانو" په توګه یادې کړې، چې په عادي ژوند کې له لومړنیو ازادیو هم بې برخې دي.
ترک د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو او نجونو وضعیت د "جنسیتي توپیر" یوه بیلګه وبلله او ویې ویل چې په نننۍ نړۍ کې یې هیڅ مثال نشته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وویل: "موږ نشو کولی اجازه ورکړو چې د نړیوالو نورمونو په اړه نړیواله اجماع زموږ د سترګو په وړاندې له منځه لاړه شي.
" ترک وویل چې موږ باید "د خپلو ارزښتونو له لارې الهام واخلو او وښیو چې بشري حقونه د انسانیت لپاره یو ګټونکی ارزښت دی."
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د دوشنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه کې د ترک څرګندونې بیا خپرې کړې.
د ریچارډ بېنټ په وینا، ولکر ترک دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې وکړې.
د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو په مکرر ډول د افغان ښځو د اساسي حقونو څخه هدفمنده سرغړونه د جنسیتي توپیر یوه بیلګه بللې او له طالبانو یې غوښتي چې مسوول وګڼل شي.
له دې مخکې، ریچارډ بېنټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۸مه غونډه کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړ او له هېوادونو یې وغوښتل چې د جنسیت تبعیض د انسانیت پر وړاندې د جرم په توګه وپېژني.
ریچارډ بېنټ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ښځو سیستماتیک ډول د ښځو د حقونو د منځه وړل باید د نړیوال قانون په چوکاټ کې حل شي.