له ټرمپ وروسته د هغه متحدینو هم په زیلینسکي نیوکې کړې او د هغه د استعفا وړاندیز یې کړی

د ډونالډ ټرمپ لوړپوړي مرستیالان او متحدین د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر ضد داسې مهال نیوکې کوي، چې زیلینسکي پرون یکشنبه په لندن کې د اروپایي هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې د روسیې پر وړاندې د خپلې پوځي مبارزې لپاره د نړۍوال ملاتړ د جلبولو لپاره ګډون کړی و.

ویل کېږي د ټرمپ د لارښوونې له مخې؛ د سپینې ماڼۍ چارواکو او په کانګرس کې جمهوری غوښتونکو د امریکا په ځینو ټلویزوني خپرونو کې غوښتنه کړې، چې زیلینسکي باید د امریکا د ملاتړ لپاره مننه وکړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره د احتمالي امتیازاتو په اړه پرانیستې څرګندونې وکړي.

ځینو چارواکو بیا وړاندیز کړی، چې زیلینسکي باید د استعفا په اړه فکر وکړي.
خو هغوی په ښکاره ډول دا نه دي ویلي، چې په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مرستیال جې ډي وینس سره تر لفظي شخړې وروسته، زیلینسکي او اوکراینیان باید څه وکړي.

له دغې لفظي شخړې وروسته د واشنګټن او کیف ترمنځ د اقتصادي تړون لاسلیک کېدل لغوه شول او د اړیکو د ترینګتیا لامل شول.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز کله چې د کانګرس غړی و؛ د جګړې په لومړي کال یې اوکراین ته سفر کړی و او زیلنسکي یې هغه مهال د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر وینسټن چرچل سره پرتله کړی و، وویل چې د زلنسکي چلند په سپینې ماڼۍ کې "بې احترامي" ده.
کله چې د چرچل او زیلینسکي پرتله کولو په اړه د ټلویزیون ویاند وپوښت، والټز د زیلینسکي استعفا ته په اشارې یادونه وکړه چې چرچل د دویمې نړۍوالې جګړې په وروستیو میاشتو کې له واکه لرې شو؛ خو هغه انګلستان بل ویجاړونکي پړاو ته ندی ټېل وهلی.
والټز زیاته کړه:« هغه څه چې موږ د تېرې جمعې په ورځ ولیدل؛ ایا زیلینسکي د اوکراین لپاره د جګړې پای ته رسولو او د مذاکراتو لپاره چمتو دی.»
بل خوا په همدې ټلویزوني بحث کې د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړی مایک جانسن هم د زیلینسکي د استعفا وړاندیز ملاتړ وکړ چې باید له خپلې دندې ګوښه شي.

بل خوا بیا ځینې نور سناتوران د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په ملاتړ کې هم غږېدلي.

د اوکلاهوما جمهوري غوښتونکی سناتور جیمز لنکفورډ ویلي، چې د سناتورانو لپاره مناسبه نه ده چې د زیلینسکي د استعفا غوښتنه وکړي او وړاندوینه یې وکړه چې داسې اقدام به "اوکراین ته همدا اوس ګډوډي" راولي.

بل سناتور برني سېنډرز چې خپلواک سناتور دی ویلي، "میلیونونه امریکایان د خجالت او شرم احساس کوي."
سېنډرز زیاته کړه:« زموږ دنده دا ده، چې د ۲۵۰ کلنې دود دفاع وکړو چې موږ یې د نړۍ د ډیموکراټیکې مشرۍ په توګه لرو؛ نه دا چې یو له ستونزو سره مخ هېواد ته شا واړوو.»