طالبان: فراه ولایت کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۷۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په فراه ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي، چې د پرلپسې ورښتونو له کبله په دغه ولایت کې د کورونو نړېدو او سېلابونو راوتو له کبله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه شوي او ۴۴ نور ټپیان دي.

په فراه ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې لپاره د طالبانو مشر محمد اسراییل سیار ویلي، چې په دغو مړو شویو او ټپیانو کې ګڼ شمېر یې ماشومان او ښځې دي.

د معلوماتو له مخې، د فراه ولایت په قلعه کاه ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۲۱کسه غړي د ورښتونو له کبله سېلاب وړي وو، چې مړي یې موندل شوي دي.

د طالبانو یاد چارواکی خبر ورکوي، چې په دغو ورښتونو کې د فراه اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اوښتي چې پکې لسګونه کورونه هم نړېدلي دي.

د ښاغلي محمد اسراییل په وینا؛ بکواه ولسوالۍ دغو ورښتونو او سېلابونو له کبله ډېره ځپل شوې ده.

د هغه په خبره، د طالبانو له اړونده وزارت سره یې د فراه د سېلاب ځپلو معلومات شریک کړي او هیله لري چې ډېر ژر به ورسره کافي مرستې وشي.

په فراه کې طالبان وايي، لومړنۍ او بېړنۍ مرستې یې خلکو ته رسولې دي؛ خو بسنه نه کوي.

په تېرو دوو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرګ ژوبلې تر څنګ سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي؛ خو له ورښتونو او سېلاب ځپلو سره لازمې مرستې نه دي شوې.

شکایتونه دا دي، چې طالبانو او مرستندویه ادارې یوازې د خبرو تر حده په ژمنو کې پاتې شوې او په عملي توګه یې د خلکو د لاسنیوي لپاره هېڅ نه دي کړي.

له فقر او لوږې سره هم‌مهاله د افغانستان وروستي ورښتونه او سېلابونو د عامو وګړو د ژوند پر وړاندې یو بل لوی ګواښ دی.

غوښتنې دا دي، چې نړۍواله مرستندویه ادارې باید له سېلاب ځپلو او بې‌وزله افغانانو سره لازمې مرستې وکړي؛ څو له دغه بشري ناورینه خوندي پاتې شي.