نړۍ د بدلون په درشل کې: د ټرمپ نوې لوبه او د قدرت نوی توازن
د امریکا د ولسمشر ټرمپ نوې پالیسۍ او دریځونه د نړیوالو بحثونو د تودېدو سبب شوي. د نړیوالو اړیکو د یوه شاګرد په توګه فکر کوم چې د ټرامپ نوي سیاسي چلندونه لاندې تاثیرات لرلای شي:
لومړی؛ دا تګلارې کولی شي د نړیوال نظم بڼه بدله کړي او ښي اړخي، ناسیونالیستي ګوندونه لا پیاوړي کړي، چې له امله یې په ډېرو هېوادونو کې د دوی حکومتونه واک ته ورسېږي.
دوهم؛ احتمال شته چې نړۍ له یو قطبي سیسټم څخه څو قطبي ته واوړي او د قدرت توازن د اوسني حالت په پرتله تغیر ومومي. لږ تر لږه درې او شاید څلور ځواکمن قطبونه رامنځته شي.
درېیم؛ امریکا چې د نادولتي موسسو او یا نړېوالو موسسو له لارې یې خپله دیپلوماسي پرمخ وړله، شاید خپل رول له لاسه ورکړي. نړیوال تعاملات به د سافټ پاور پر ځای د سایبري پوځونو، مصنوعي هوښیارتیا، تجارتي شرکتونو او کمنیو او پرمختللې معلوماتي تکنالوژۍ له لارې تنظیم شي.
څلورم؛ په نړیواله کچه د مهاجرینو پر وړاندې سخت قوانین وضع کېدای شي او یوازې ماهر او تخصصي کارکوونکي به د مهاجرت اجازه ترلاسه کړي.
پینځم؛ احتمال شته چې اروپايي اتحادیه د لنډې مودې لپاره د اوکراین په اړه د ټرمپ او پوتین معامله ومني، که څه هم دا د زیلینسکي د لیرې کېدو او د اوکراین د ځینو برخو له لاسه ورکولو په بیه تمام شي. خو د اوږدمهال لپاره به اروپايي هېوادونه د بدیلو لارو په لټه کې شي او له نورو شریکانو سره به خپلې اړیکې پراخې کړي. د اوکراین په تړاو د اروپايي هېوادونو غونډې ته د کاناډا د صدراعظم رابلل هم د همدې ستراتېژۍ یوه برخه ګڼل کېدای شي.
شپږم؛ راتلونکی نړیوال سیاست به خالصاً اقتصادي محور ولري او د انساني ارزښتونو، لکه بشري حقوق، ولسواکي، جنډر، د بیان ازادي، اقلیمي بدلونونه، فقیرو هېوادونو سره مرستې، نړیوال صحت او بشري مرستې ته به پام کم شي. د امریکا نړیوالې مرستې کمول هم د همدې تګلارې ښکارندويي کوي.
اووم؛ احتمال لري چې د ملګرو ملتونو اداره یا خو بېتأثیره شي، یا یې رول خورا محدود شي. له مالي او اقتصادي بنسټونو پرته، نور نړیوال سازمانونه شاید لغوه شي. نادولتي او مدني بنسټونه شاید د مالي مرستو په لاسه ورکولو سخت کمزورې شي. په غریبو هېوادونو لکه افغانستان کې یې تاثیرات پیل شوي دي.
اتم؛ د امریکا نړیوال نفوذ به د نظامي اډو پر ځای د اقتصادي قراردادونو، سوداګریزو پروژو او امریکايي شرکتونو له لارې وساتل شي. د اوکراین سره د امریکا د منرالونو تړون، یا له ایران سره د ممکنه لیتیم د کانونو په تړاو احتمالي معامله، د همدې نوې ستراتېژۍ څرګندونه کوي. د امریکا استخباراتي حضور به هم له فزیکي عملیاتو څخه سایبري او فضايي څار ته واوړي. د امریکا لپاره به تهدیدونه نور د پوځي مداخلې پر ځای د جراحي عملیاتو، سایبري بریدونو او وایروسي حملو له لارې له منځه وړل کېږي. نور به دا مهمه نه وي چې هلته دیکتاتور دی او که استبدادي رژیم، ترهغه چې لویو قدرتونو ته اقتصادي پروژې ورکړئ.
نهم؛ اسلامي نړۍ به له دواړو، چیلنجونو او فرصتونو سره مخ وي. یو لوی فرصت دا دی چې لوی قدرتونه به نور د رژیمونو په بدلولو تمرکز نه کوي، بلکې د اقتصادي پروژو پر قراردادونو به تمرکز ولري. اسلامي هېوادونه کولای شي له دې فرصته ګټه واخلي، نړیوالو متخصصو اقتصادي-تجارتي شرکتونو ته د پروژو ورکولو له لارې خپل داخلي نظامونه اصلاح او پیاوړي کړي.
افغانستان د پېړیو راهیسې، تر ځمکې لاندې او د ځمکې له پاسه شتمنیو، لکه معدنونو او منرالونو، له یوه ستر اقتصادي فرصت څخه برخمن دی. خو د دې شتمنیو اغېزمنې او دوامداره ګټې اخیستنې لپاره، یو پراخ فکره، باثباته او مدبر نظام ته اړتیا ده.
لسم: د امریکا د نوي سیاست، یا حداقل د ټرمپ چلند ته په کتو، دا احتمال شته چې لوی نړیوال شرکتونه د هېوادونو اصلي چلوونکي شي، چې له دې سره به بډایان نور هم شتمن شي او بېوزلي به لا ډېره شي. د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ وګورئ چې د ایلان ماسک شتمني په بېساري توګه زیاته شوه، خو له بلې خوا، واړه او حتی متوسط شرکتونه، نا دولتي موسسې، حتی نړېوالې موسسې د دوام له ستونزو سره مخ دي او خپل کاروبارونه بندوي.
یوولسم؛ د حکومتولۍ او دولتي دستګاه بڼه ښايي نوره هم ډیجیټلي شي او الکترونیکي حکومتولي به د دودیزو سیستمونو ځای ونیسي. د مجازي او حقیقي نړۍ ترمنځ واټن به لا کم شي، ښايي کرنسۍ هم په بشپړ ډول ډیجیټلي بڼه خپل کړي. دا امکان هم شته چې پر مالي سیستمونو د شتمنې طبقې کنټرول نور هم زیات شي.
له داسې حکومتولۍ سره به دولتونه کوچني شي، خو د بیکارۍ کچه به لوړه شي، ځکه چې د روبوټیک او اتومات تولیداتو پرمختګ به بشري کار ځواک ته اړتیا کمه کړي. دا چاره به تجارت ته هم پراختیا ورکړي، ښايي ان کوچني سوداګريز فعالیتونه هم ډیجیټلي شي، چې فزیکي فضا یوازې ګودامونو، وسایلو او متخصصو کادرونو ته پاتې شي.
د ایلان ماسک رول ته په کتو، دا احتمال شته چې حکومتونه د ټیکنالوژۍ په مرسته د موثریت لوړولو ته لا زیاته پاملرنه وکړي. د اېکس (X) پلاتفورم له لارې د داخلي حکومتولۍ او نړیوال سیاست تنظیمول او پیغامونو استول د همدې بدلون یوه نښه ګڼل کېدای شي.
البته، هغه هېوادونه چې د عصري علومو اهمیت نه درک کوي، لکه افغانستان، ښايي نور هم له نړیوال پرمختګ څخه شاته پاتې شي، ځکه چې د ډیجیټلي نړۍ سره نه تطابق به یې اقتصادي او ټولنیز فرصتونه محدود کړي.
دا احتمالات هغه وخت امکان لري که د ټرمپ سیاست د «ډیپ سټېټ» په اساسي تګلاره کې بدلون وي، لکه څنګه چې ځینې شنونکي داسې انګېري. خو که دا یوازې د پاپولیستي ټرمپیزم سیاست وي، نو په هغه صورت کې به دا ډول ۱۸۰درجې بدلون د نړیوال نظم د ګډوډۍ، بحرانونو، ډیموکراسیو د زوال او د امریکا د سیالانو د بریا لامل شي.