په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ په اوو موقعیتونو کې جګړه روانه ده
افغانستان انټرنشنل - پښتو ته له تورخم څخه یو شمېر سرچینو ویلي، چې نن د شپې ناوخته په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ درنه جګړه پیل شوې ده. سرچینه زیاتوي، چې په اوو ځانګړو موقعیتونو کې جګړه روانه ده او د درنو ډزو غږونه اورېدل کیږي.
د دواړو لوریو ترمنځ په داسې حال کې یو ځل بیا جګړې پیل شوي، چې له نهو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ و راتګ پر وړاندې بنده ده.
دغه لار تر هغه وروسته د پاکستان له خوا تړل شوې، چې طالبانو غوښتل ډېورنډ کرښې ته څېرمه یوه امنیتي پوسته جوړه کړي.
د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو ځلې د دې لارې د خلاصېدو په تړاو خبرې شوي، خو دغه خبرې بې پایلې پایته رسېدلي دي.
نن بیا طالبانو د پاکستان د سوداګرۍ له فدراسیون څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د خلاصېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.
تر اوسه طالبانو او پاکستاني لوري د دغې جګړې په اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د مرګ ژوبلې او زیانونو په تړاو کره معلومات تر لاسه شوي دي.