ژوند او روغتیا؛ له قبض څخه د خلاصون لپاره غوره مېوه
په یوې طبي څېړنه کې دا ثابته شوې، چې په نړۍ کې زیات شمېر خلک د قبض له ستونزې سره مخ دي. که څه هم په پاخو عمرلرونکو خلکو کې دا ستونزه عامه ده، مګر هر عمر لرونکي خلک ترې اغېزمن کېدلی شي.
د قبضیت نښې، شدت او لاملونه د هر انسان لپاره توپیر لري.
د بدن د اوبو کموالی، ناسم خوراک، ځانګړي درمل، بېلابېلې ناروغۍ، عصبي ستونزې یا ذهني فشار د قبض لامل کېدلی شي.
ښه خبره داده، چې د دغې ستونزې د حل لپاره یوه داسې مېوه موجوده ده ،چې په هر موسم کې یې پیدا کولی او خوړلی شئ، چې د دغې ستونزې کمولو کې ډېره ګټوره ثابته شوې ده.
په فوډ ان فنکشن ژورنال کې خپره شوې څېړنه ښیي، چې وچ الوبخارا د هاضمې په سیسټم کې شته باکتریاوو او د التهابي موادو پر ضد مثبته اغېزه لري.
څېړنه وايي، چې دا مېوه فایبرهم لري، چې د قبض د مخنیوي او له منځه وړلو کې مرسته کوي.
په دغې څېړنه کې د ۵۵ او ۷۵ کلونو ترمنځ ۱۸۳ مېرمنې شاملې وې، چې درې ډلو ته وېشل شوي.
یوې ډلې ته هره ورځ ۵۰ ګرامه وچ الوبخاره ورکړل شول، دویمې ډلې ته ۱۰۰ ګرامه ورکړل شول او درېیمه ډله له دې مېوې بې برخې پاتې شوه.
د ۱۲ میاشتو څېړنې وروسته د ګډونوالو د معدې روغتیا وڅېړل شوه.
پایلې وښودله، چې د وچو الوبخارا خوړونکو مېرمنو په معده کې د ګټورو باکتریاوو شمېر زیات شوی و، چې د هاضمې لپاره مهمې وي.
څېړونکو وویل، چې د دې مېوې "اینټي اکسیدانټونه" د معدې التهاب کموي.
دوی زیاته کړه، چې کله د معدې روغتیا ښه شي، نو د قبض خطر هم کمېږي، ځکه قبض اکثر د هاضمې د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.
څېړونکو وویل، چې وچ الوبخارا کافي فایبر لري، چې د کولمو فعالیت ته ګټه رسوي او له همدې امله د قبض خطر کموي.
بلخوا، د وچې الوبخارا هره ورځ خوړل هډوکي پیاوړي کوي.
په ۲۰۲۲ کې یوې څېړنې ښودلې، چې دا مېوه د هډوکو د کمزورتیا او حجم له کمېدو څخه مخنیوی کولی شي.
دا مېوه د "اینټي اکسیدانټونو" بډایه سرچینه ده، چې د وینې د شکر او کلسټرول کچه او د زړه ناروغیو خطر کموي.
خو باید پام وشي، چې د دې مېوې ډېر خوراک د نس ناستې یا د هاضمې نورو ستونزو لامل کېدای شي.