په ډیورنډ کرښه د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي
له تورخم څخه باوري سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، چې په ډیورنډ کرښه نن شپه ناوخته د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوي. د سرچینو په خبره، جګړه لا هم د دواړو لوریو ترمنځ روانه ده.
د سرچینو په خبره، په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه اورېدل کېږي.
د دواړو لوریو ترمنځ په داسې حال کې یو ځل بیا جګړې پیل شوي، چې له نهو ورځو راهیسې د تورخم دروازه د هر ډول تګ و راتګ پروړاندې بنده ده.
دغه لار تر هغه وروسته د پاکستان له خوا تړل شوې، چې طالبانو غوښتل ډیورنډ کرښې ته څېرمه یوه امنیتي پوسته جوړه کړي.
د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ څو ځلې د دې لارې د خلاصېدو په تړاو خبرې شوي، خو دغه خبرې بې پایلې پایته رسېدلي دي.
نن بیا طالبانو د پاکستان د سوداګرۍ له فډراسیون څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د خلاصېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.