کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې راتلونکو سیالیو ته د چمتووالي کمپ پیل کړی
د افغانستان د نوولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د نیپال نوولس کلنې ملي لوبډلې سره د راتلونکو سیالیو لپاره په خوست ولایت کې تمرینات پیل کړي.
کرېکټ بورډ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، دغه روزنیز او تمریناتي کمپ چې د فېبروري میاشتې له لومړۍ نېټې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې په خوست کرېکټ لوبغالي کې ترسره شو؛ د نوولس کلنو لوبډلې ۱۹ لوبغاړو پکې ګډون درلود.
له دې وړاندې د ننګرهار ولایت په تمریناتي او روزنیز کمپ کې ۳۰ لوبغاړو ګډون درلود، چې د چاڼ له اړوند لړۍ وروسته پکې ۱۹ لوبغاړي پاتې شول او هغوی ته په خوست کرېکټ لوبغالي کې د ارزونې او چمتووالي کمپ پیل شو.
د یادونې وړ ده، چې له یادو لوبغاړو به راتلونکي کمپ ته وروستي ۱۵ کسان لار ومومي او له هغه وروسته به د نیپال په کوربه توب د یاد هېواد د نوولس کلنو لوبډلې پر وړاندې سیالیو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي او ورپسې به افغان لوبډله د نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په پړاو کې ګډون وکړي.