ډونالډ ټرمپ وایي چې امریکا د چین له امله افغانستان ته د ستنېدو پلان لري

د متحده ایالاتو ولسمشر ویلي، چې امریکا د چین له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدو پلان لري. ټرمپ د زغره والو موټرو او د بګرام هوایی اډې په اړه ویلي: "جو بایډن دا اډه پرېښوده، زه فکر کوم چې موږ باید دا بېرته ترلاسه کړو".

طالبانو بیا د بګرام په اړه د ټرمپ خبرې احساساتي بللي دي.

ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د وسله والو ځواکونو د قوماندان او مشر په توګه د خپلې کابینې له لومړۍ غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وکړې.

ټرمپ وویل "هغه څه چې ما ډېر ځوروي دا دي چې موږ افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل، هېڅوک نه پوهېږي او بیا هم موږ هغه ټول تجهیزات شاته پرېښي دي، خو که زه هغه مهال ولسمشر وای داسې نه کېدل."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د بګرام هوایي اډه د امریکا لپاره ډېره مهمه ده.

هغه زیاته کړه: "د بګرام هوايي اډه په نړۍ کې یو له لویو هوايي اډو څخه ده، د قوي کولو لپاره یې خورا درانه کانکریټ او فولاد کارول شوي، هر څه چې له هغې لېږدول کېدای شوای، موږ پرېښودل - او تاسو پوهېږئ چې دا مهال څوک دا اډه اشغالوي ؟ چین. ځکه چې بایډن دا ځای ورته پرېښود."

ټرمپ په دې څرګندونو سربېره چې امریکا یوازې په افغانستان (په ځانګړې توګه بګرام) کې د لږو سرتېرو د شتون په لټه کې ده، دغه راز وویل: "امریکا اوس هغه (بګرام) ساتي".

هغه زیاته کړه، چې د متحده ایالاتو پوځ به "ټول هغه تجهیزات چې شاته پاتې دي، بېرته ترلاسه کړي.

په دغو تجهیزاتو کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ زغره وال او نظامي وسایط" شامل دي، چې دا مهال د طالبانو د حکومت په لاس کې دي.

طالبانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه وروستۍ ادعاوې رد کړې، چې ګواکې چین په افغانستان کې پر یوې مهمې پوځي اډې کنټرول لري.

د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ د ټرمپ د ادعاوو په ځواب کې وویل، چې پوځي تجهیزات په کابل کې د متحده ایالاتو په ملاتړ پخواني حکومت ته ورکړل شوي او اوس د "جګړې د غنیمت" په توګه په طالبانو پورې اړه لري.

مجاهد زیاته کړه، چې طالبان له افغانستان څخه د دفاع لپاره وسلې کاروي او د هر ډول مداخلې د مخنیوي لپاره به ترې کار واخلي.

مجاهد همداراز ویلي، چې که امریکا د پوځي تجهیزاتو پر بېرته ترلاسه کولو ټینګار وکړي، کابل به په سمه توګه د هغو پایلو لپاره د پام وړ جنګي جبران تمه وکړي، چې افغانان په تېرو دوو لسیزو جګړو کې زغملي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د کړکېچ د ژورېدو په حال کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له دغه جنګ ځپلي هېواد څخه د ځواکونو د بشپړو اېستلو په اړه د خپل اقدام دفاع وکړه او ویې ویل، چې تاریخ به دا د یوې "منطقي، معقولې او سمې پرېکړې" په توګه ثبت کړي.

د محافظه کارو اټکلونو له مخې، د افغانستان په شل کلنه جګړه کې په لسګونو زره کسان وژل شوي دي.

د بګرام هوايي اډه په اصل کې د شوروي اتحاد له خوا د سړې جګړې پر مهال تر هغه وروسته جوړه شوه، چې امریکا هم په افغانستان کې د خپل نفوذ د زیاتولو هڅه کوله.

د شوروي له وتلو او د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدو څو کاله وروسته، امریکا افغانستان ته د اسامه بن لادن پر ضد د جګړې لپاره راستانه شوه، چې امریکا د بګرام هوايي اډه ونیوله او قوي یې کړه.