افغانستان ته د لوڅو فلمونو ورغلې امریکایۍ لوبغاړې له وسلې سره ګوته پر ماشه ګرځي

د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د سختو بندیزونو پر دوام؛ د بربنډه فلمونو یوه مشهوره امریکایۍ لوبغاړې ویټني رایټ افغانستان ته د خپل سفر په تازه خپرو کړو انځورونو کې ښکاري‌، چې هغه د طالبانو د امنیتي تدابیرو لاندې په بېلابېلو ولایتونو کې په ډاډه توګه ګرځي راګرځي.

په یوه انځور کې رایټ له یوه کلاشینکوف سره لیدل کېږي، چې ګوته پر ماشه پکې ولاړه ده. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو یو نیم کال وړاندې افغان ښځو ته بند امیر ته د تګ اجازه ورنکړه او د دغې ډلې د امر بالمعروف وزیر خالد حنفي هغه مهال ویلي و، چې «سیاحت نه فرض دی، نه واجب».

د طالبانو له فرمان سره سم افغان ښځې نشي کولای له ۷۲ کېلومېټرو ډېر بې له شرعي محرم څخه سفر وکړي او همداراز دوی ته پارکونو، رسټورانټونو او ورزشي تالارونو ته د تګ اجازه هم نشته؛ خو ویټني رایټ په ازاده توګه کابل، هرات او بند امیر ته تللې او انځورونه یې خپاره کړي دي، چې پکې د اریانا الوتکه، د هرات د یوې زیارتګاه کاشي‌ کاري چت، دوکانونه او رکشې ښکاري.

مدني فعالان د طالبانو دغه دوه‌ ګونی چلند غندي او نیوکې دا دي، چې طالبان په داسې حال کې بهرنیو ښځو ته په ازاده توګه د سفرونو اجازه ورکوي چې په کور دننه یې افغان ښځې له ګرځېدو او خپلو بنسټیزو حقونو هم محرومې کړې دي.

تېر کال یو ۲۹ کلن برازیلي سېلانی افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي و، چې له طالبانو سره د نظر اختلاف لري؛ خو له دې سره، سره طالبانو ورته ځکه ستونزه نه ده جوړه کړې، چې «دی یو بهرنی و».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له چینایي ښځینه سېلانیانو سره ګډ عکسونه اخیستي وو چې د خلکو توند غبرګونونه یې راپارولي وو.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه له ویټني رایټ څخه د سفر د موخې او وخت په اړه معلومات واخلي؛ خو تر دې دمه ځواب نه دی ورکړل شوی او طالبانو هم په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د مدني فعالانو په وینا، طالبان غواړي بهرنیانو ته خپل «مثبت انځور» وړاندې کړي؛ خو د افغان ښځو لپاره یې ورځ تر بلې ژوند لا محدود کړی دی.