طالبان وايي غور کې د جام منار تاریخی څلي د خوندیتوب لپاره پروژه پیل شوه

په غور کې د جام منار د خوندیتوب لپاره د یونسکو تر ژمنو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، د دې څلي د ساتنې او خوندیتوب لپاره د ګابیون دېوال پروژې چارې پیل شوې. دوی زیاتوي چې دغه پروژه د سېلابونو د خطر د مخنوي لپاره پلې کېږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه دېوال ۲۶۷ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري.

د ځايي طالب چارواکو له قوله ویل شوي چې دا دېوال به په ۵۰ ورځو کې د ٣٢ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړ شي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د (لیندۍ ۲۶مه) خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د یونسکو دفتر مشرې پاتریشیا مک فیلیس د غور ولایت له تاریخي جام منار لیدنه کړې ده. نوموړې ویلي و چې په دې هڅه کې ده؛ څو د دغه تاریخي منار د خوندیتوب لپاره مالي سرچینې ومومي.

په افغانستان کې د یونسکو مشرې دغې تاریخي ابدې ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال ویلي و، چې د سېلابونو او طبیعي پېښو له امله یاد لرغوني منار ته زیان اوښتی دی. طالبان وايي، دغه منار په راتلونکي کې هم د زیانمنېدو له ګواښ سره مخ دی.