زېلېنسکي او ډونالډ ټرمپ ترمنځ تر کړکېچن مجلس وروسته د نړۍ د مشرانو غبرګونونه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ډونالډ ټرمپ سره د توندو خبرو تبادلې وروسته له متحده ایالاتو سره د معدني تړون لاسلیک کولو پرته سپینه ماڼۍ پرېښوده او ووت. ټرمپ ویلي، چې زېلېنسکي سپینې ماڼۍ ته بې احترامي وکړه، د سولې خبرو ته اماده نه دی او کله چې اماده شو کولی شي بېرته راشي.

زېلېنسکي پر اېکس لیکلي: «له امریکا څخه، ستاسو د ملاتړ لپاره مننه، د دې لیدنې لپاره مننه. له کانګرس او د امریکا له خلکو څخه مننه. اوکراین عادلانه او تلپاتې سولې ته اړتیا لري او موږ په سمه توګه دا کار کوو.»

د نړۍ زیات شمېر مشرانو په سپینه ماڼۍ کې د زېلېنسکي سره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رویې بېلابېل غبرګونونه ښودلي او د اوکراین د ملاتړ ژمنه یې کړې.

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک پر اېکس پاڼې لیکلي: «ګران زېلېنسکي، ګرانو اوکرایني ملګرو، تاسو یوازې نه یاست.»

د بلجیم لومړي وزیر بارت ډي ویور بیا پر اېکس پاڼې له اوکراین سره د دریدو ژمنه کړې: « موږ د اوکراین او د اوکراین د خلکو تر شا د روسیې د بې دلیله یرغل په وړاندې د ځان د دفاع لپاره د دوی په تاریخي مبارزه کې ولاړ یوو. د دوی جګړه زموږ جګړه ده. موږ متحد پیاوړي یوو.»

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو پر اېکس لیکلي: «روسیې په ناقانون او نا‌عادلانه ډول پر اوکراین یرغل وکړ. له درېیو کلونو راهیسې، اوکراینیان په زړورتیا او انعطاف سره جنګیدلي دي. د ډیموکراسۍ، ازادۍ او حاکمیت لپاره د دوی مبارزه هغه مبارزه ده چې زموږ ټولو لپاره مهمه ده. کاناډا به د عادلانه او تلپاتې سولې په ترلاسه کولو کې د اوکراین او اوکراینیانو سره ولاړ وي.»

د رومانیا ولسمشر ایلن بولوجان بیا د اوکراین امنیت د اروپا له امنیت سره تړلی نوموړي پر اېکس لیکلي: « د اوکراین امنیت د اروپا د امنیت لپاره خورا مهم دی. موږ ټول باید د خپلو ارزښتونو، ازادۍ او سولې لپاره سره ودریږو.»

د ډينمارک لومړۍ وزیره میټ فریډریکسن پر اېکس د خپل ملاتړ ژمنه تازه کړې : "ښاغلی زېلېنسکي، ډنمارک په ویاړ سره د اوکراین او د اوکراین د خلکو سره ولاړ دی."

د لتوانیا لومړي وزیر بیا د اوکراین جګړه شریکه جګړه یاده کړې او پر اېکس یې لیکلي: «موږ د ازادۍ لپاره په مبارزه کې د زېلېنسکي او اوکراین سره تل متحد ولاړ یوو. ځکه چې دا سمه ده، اسانه نه ده. اوکراین د روسیې د یرغل قرباني دی. دا د ډېرو ملګرو او شریکانو په مرسته جګړه کوي. موږ باید د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هېڅ هڅه ونه سپموو. ډېپلوماسي ځینې وختونه په سختو شرایطو کې د ناممکن هنر وي. لتوانیا د اوکراین سره ولاړه ده.»

د هالنډ ولسمشر بیا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې موږ په اوکراین کې سوله غواړي: «هالنډ د اوکراین ملاتړ د تل په څېر په کلکه کوي. اوس تر بل هر وخت ډېر. موږ د روسیې له‌خوا پیل شوې دوامداره سوله او د یرغل جګړې پای غواړو. د اوکراین او د هغې د خلکو او اروپا لپاره.»

د اروپایي اتحادیې مشر انټونیو کوسټا بیا زېلېنسکي ستایلی او پر اېکس یې ورته لیکلي: «ستاسو وقار د اوکراین د خلکو زړورتیا ته درناوی کوي. قوي اوسئ، زړور اوسئ، بې وېرې اوسئ. تاسو هېڅکله یوازې نه یاست، ګرانه ولسمشره! موږ به ستاسو سره د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره کار ته دوام ورکړو.»

د سوېډن لومړي وزیر د زېلېنسکي مبارزه د اوکراین پورې محدوده نه ده ګڼلې بلکې لیکلي یې دي چې تاسو د اروپا لپاره مبارزه کوئ: «سویډن د اوکراین سره ولاړ دی. تاسو نه یوازې د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوئ بلکه د ټولې اروپا لپاره یې کوئ.»

د جرمني یو لوړ پوړي مشر بیا په پر خپله اېکس پاڼه اوکراین ته ډاډ ورکړی نوموړي لیکلي: «هېڅوک د اوکراینیانو په پرتله سوله نه غواړي. له همدې امله موږ د تلپاتې او عادلانه سولې لپاره په ګډه لاره کار کوو. اوکراین کولی شي په جرمني - او اروپا تکیه وکړي.»

زېلېنسکي د ماسپښین په ۱:۴۵ بجې په سیمه ییز وخت پرته له دې چې د معدنونو تړون لاسلیک کړي په خپل موټر کې روان شو، تمه وه د ورځې په ورستیو کې دواړه ولسمشران ګډ خبري کنفرانس ورکړي.

دا ناسته د ولسمشر په رسمي دفتر کې د ښکاره دښمنۍ یوه حیرانوونکې ننداره وه، د ټرمپ د سولې هڅو زېلېنسکي مجبوره کړې چې یوې موافقې ته ورسېږي چې امریکا د اوکراین له ارزښتناکو منرالونو سره لېوالتیا پیدا کړي او د امریکا د مشر په شرایطو د جګړې لپاره د دېپلوماټیک حل په لور یې وهڅوي، خو د اوس لپاره دا هڅه هم ناکامه شوه.