د ملالې مور او پلار: له زرو زیاتې ورځې کېږي چې طالبانو افغان نجونې په تیارو کې ساتلې دي

د نوبل سولې جایزې پښتنه ګټوونکې او د بشري حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ مور او پلار یو ځل بیا د طالبانو له لوري د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنځیو دروازو تړل کیدل غندلي دي. هغوی له طالبانو غوښتي چې نور دا بندیزونه پای ته ورسوي.

د (کب ۱۱مه) ضیاالدین یوسفزي او تورپیکۍ یوسفزۍ پر اېکس پاڼه یو انځور خپور کړی، چې په اعتراضیه ډول یې لاسونو کې نیولو پاڼو باندې طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «افغان نجونو ته د زده کړو حق ورکړئ.»

د ملالې پلار ضیاالدین یوسفری چې خپله هم د نجونو زده کړو یو منل شوی فعال دی وايي، «۱۲۶۰ ورځې کېږی چې طالبانو افغان نجونې له منځنیو زده کړو راګرځولې او اته سوه ورځې وشوې چې د پوهنځیو دروازې یې هم پر مخ بندې دي.»

هغه زیاته کړې، چې افغان نجونې په سختو حالاتو سلګونه اوږدې شپې او ورځې پرته له زده کړو تېرې کړي دي. یوسفزي ویلي، چې طالبانو له لوري‌ نجونو پر زده کړو بندیز انساني جرم دی.

د ملالې یوسفزۍ مور او پلار تر دې مخکې هم پر افغان ښځو د طالبانو بندیزونه ننګولي وو.

ضیاالدین یوسفزی په په دې باور دی، چې طالبان د خپلې افراطي مفکورې له مخې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونه لګولي او هغه تورونه یې ناسم ثابت کړي، چې ګوندې طالبان د پښتني دودونو له کبله داسې کوي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې ملالې یوسفزۍ په اسلام اباد کې په «مسلمانو ټولنو کې د نجونو زده کړې» تر نامه لاندې د اسلامي هېوادونو په یو کنفرانس کې پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او دا ډله یې د بشري حقونو سرغړونکي وبلله.

ملالې په یاد کنفرانس کې پر اسلامي هېوادونو غږ کړی و چې پر طالبانو فشار راوړي، څو په نجونو او ښځو روان بندیزونه ختم کړي.

سره له دې چې په کور دننه افغانانو او نړۍوالې ټولنه په پراخه توګه پر ښځو او افغان نجونو د ملا هبت‌الله سختدریځي بندیزونه غندلي او له همدې امله یې له یادې ډلې سره تعامل ځنډولی ملا هبت‌الله بیا هم خپلو سختدریځو فرمانونو ته زور ورکړی دی.

ویل کېږي په ښکاره توګه د طالبانو ترمنځ د نجونو زده کړې او د ښځو د کار حقونو پر مسلې بندیز د طالبانو ترمنځ لوی درځونه هم رامنځته کړي چې وروستۍ بېلګه یې د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس ستانکزی دی.

هغه د خپل مشر د مفکورې خلاف څو څو خله د نجونو د زده کړو دفاع وکړه او دغه بندیزونه یې د طالبانو د رهبر شخصي چلند وګاڼه.

په خوست کې د عباس ستانکزي له څرګندونو وروسته ملا هبت‌الله د هغه د نیول کیدو امر وکړ؛ خو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر یې وار لومړی کړ او له افغانستانه یې د نیول کیدو له ویرې پښې سپکې کړې.

ملا هبت‌الله او د کابل په ګډون په کندهار کې مېشته د هغه کړۍ به هېڅ ډول نه غواړي، چې پر نجونو او ښځو روان بندیزونه ختم کړي، بلکې وېره شته چې دا بندیزونه به لا ډېر شي.

د کارپوهانو په وینا؛ له همدې امله پر افغانستان بشري مرستې مخ په کمیدو دي او د هېوادونو په ګډون نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم افغانستان ته شاه کړې ده.