په برېټانیا کې د طالبانو د کړنو افشا کېدو په هدف افغان ښځو د کیسو اورېدو نندارتون پرانیستی
د بي بي سي انګریزي څانګې د راپور له مخې، د دغو افغان مېرمنو د کیسو اورېدو نندارتون چې، «افغانستان روح ته یوه کړکۍ» نوم ورکړل شوی د جمعې په ورځ د برېټانیا په ایپسویچ ښار کې پرانېستل شو او څلور اوونۍ به دوام وکړي.
د دې پروژې تنظیموونکو په تېر یوه کال کې هڅه کړې، چې د افغانستان دننه ښځو او هغو نجونو ته چې له هېواده وتلو ته اړې شوې، یو خوندي چاپېریال برابر کړي، څو وکولای شي خپلې کیسې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې او وروسته له نړۍ سره شریکې کړي.
په دې نندارتون کې به نجونې د څلورو اونیو لپاره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خپل ژوند او د بشري حقونو تر څنګ د ښځو پر وړاندې د روان تاوتریخوالي اړوند کیسې هم وکړي.
یوه نجلۍ چې نګینه نومېږي درې کاله وړاندې له افغانستان څخه انګلستان ته تللې هم د دې پروژې برخه ده.
هغې وویل: «زما تل خپل وطن یادېږي، کور مې هلته، خو بېرته نشمه تللی.»
نګینه وایي، د طالبانو له راتګ سره سملاسي په هماغه ورځ له خپلې کورنۍ سره له افغانستان ووته او هغه یې په ژوند کې خورا بده ورځ وه.
هغې وویل، لا هم یې کورنۍ په افغانستان کې ده او ښځینه خپلوان یې چې عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي، د طالبانو د بندیزونو له کبله ښوونخیو ته نه شي تلای.
نګینې د زده کړو ارزښت ته په اشارې وویل: «دا یوزاې د هلکانو او نارینه وو حق نه دی، نجونې هم باید لوستې شي.»
نګینه اوس د انګلستان په سوفولک ښار کې د سینګار په برخه زده کړې کوي، خو وایي چې زړه یې لا هم له خپل وطن سره دی.
هغې زیاته کړه: «کله چې د خپل هېواد یادونه کوم، زړه مې درد کوي. دا زما لپاره غمجن حالت دی.»
هانا اریا یوه سیمه ییزه انګریزه هنرمنده چې د نندارتون په جوړولو کې یې برخه اخیستې، هغې وویل: «ما له کډوالو سره کار پیل کړ. کله چې د خلکو کیسې واورم، نو احساس کوم چې باید مثبت ګام واخلم.»
هغې زیاته کړه چې له افغانستان څخه د یوه کس له لارې یې له هغو ښځو سره اړیکه ونیوله چې غوښتل یې خپلې کیسې شریکې کړي.
دغه نندارتون د مجازي واقعیت (VR) او زیات شوي واقعیت (AR) له لارې د افغانستان د خلکو کیسې په یوه زړه راښکونکي، تعامل لرونکي بڼه وړاندې کوي، څو لیدونکي د ښځو دردونه او امیدونه له نږدې احساس کړي.
هانا اریا وایي، هدف یې دا دی چې مالي ملاتړ ترلاسه کړي، څو دا نندارتون پراخ کړي او نورې کیسې هم نړۍ ته وړاندې کړي.
رونا پنجشیرۍ یوه بله افغانه مېرمن چې په دې پروژه کې یې کار کړی، هغه وايي: «د افغان ښځو کیسې غمجنې دي، ځکه هر څه منفي روان دي، خو زه پرې ویاړم. سره له دې چې د بندیزونو درې کاله وشول، خو دوی لا هم امید لري.»
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د غونډو او نړۍوالو کنفرانسونو له لارې د ښځو پر ضد د طالبانو دریځ ننګوول کېږي او له دغه ډلې غوښتنې کېږي، څو د نجونو د زده کړو تر څنګ پر ښځو بندیزونه ختم کړي؛ خو طالبانو دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.
د طالبانو مشر ملا هبتالله د خپل سختدریځي مفکورې له کبله پر ښځو سخت بندیزونه لګولي، چې په کور دننه او بهر یې پر وړاندې پراخ مخالفتونه روان دي.