د ترهګرۍ ملاتړی او قرباني؛‌ د حقانیه مدرسې وژل شوی مشر حامد الحق څوک و؟

په یوه مرګوني ځانمرګي برید کې، چې د جمعې په ورځ د پښتونخوا ایالت د نوښار ولسوالۍ د اکوړه خټک مشهورې مدرسې دارالعلوم حقانیه مخې ته وشو د دغې مدرسې د مشر په ګډون په کې پنځه تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شوي.

په دغه برید کې د وژل شویو په منځ کې د یادې مدرسې مشر او د پښتونخوا نامتو دیني عالم مولانا حامدالحق حقاني نوم هم شامل دی. مولانا حامدالحق د مولانا سمیع‌الحق حقاني زوی و، هغه شخصیت چې «د طالبانو پلار» پر نامه پېژندل کېږي. 

له هغه وروسته چې مولانا سمیع‌الحق په ۲۰۱۸ کال کې ترور شو، حامدالحق د دارالعلوم حقانیه یا اکوړه خټک مدرسې مرستیال مشر وټاکل شو. دارالعلوم حقانیه چې د پاکستان له سترو او پخوانیو دیني مدرسو څخه ده، شاوخوا ۴۰۰۰ زده‌کوونکو ته زده ‌کړې ورکوي او هغوی ته وړیا خواړه، جامې او دیني تعلیم برابروي.

مولانا حامد الحق طالبانو ته د وینا په حال کې
مولانا حامد الحق طالبانو ته د وینا په حال کې

د اکوړي مدرسې د ویب‌پانې له مخې ګڼ شمېر طالب مشران لکه د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او د ملا هبت‌الله د کابینې ډیری غړي د دې مدرسې فارغان دي.

د پلار پر قدمونو تګ او د اکوړې مدرسې میراث خور

مولانا حامد الحق د مولانا سمیع‌الحق حقاني له لومړۍ مېرمنې دویم زوی و. هغه خپلې دیني زده‌ کړې د خپل نیکه مولانا عبدالحق په مشرۍ د حقانیې لیسې کې (چې د مدرسې دننه موقعیت لري) بشپړې کړې وې.

حامدالحق د نوښار له کالج څخه د اسلامي مطالعاتو لېسانس ترلاسه کړ او وروسته یې د پنجاب پوهنتون څخه د الهیاتو یا اسلامي فقهې په برخه کې ماسټري وکړه.

هغه په ۱۹۸۵ کال کې د «جمعیت علمای اسلام (س)» د محصلانو څانګې د عمومي منشي په توګه سیاسي هلې ځلې پیل کړې.

له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۷ پورې د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی و او د خپل پلار تر ترور وروسته په ۲۰۱۸ کال کې د «جمعیت علمای اسلام (س)» مشري یې هم پر غاړه واخیسته.

په سیاست کې ونډه او د پاکستان دفاع

مولانا حامدالحق د «پاکستان دفاع شورا» چې د مذهبي او جهادي ډلو لکه «جماعت الدعوه او اهل سنت والجماعت» ایتلاف مشري یې هم کوله.

دغه شورا په ۲۰۱۱ کال کې د هغو پاکستاني عسکرو تر وژلو وروسته فعاله شوه، چې د امریکايي ځواکونو له‌خوا د افغانستان او پاکستان پر پوله وژل شوي وو.

که څه هم شورا د مولانا سمیع ‌الحق تر ترور وروسته غیرفعاله شوه، خو په ۲۰۲۳ کې مولانا حامد الحق بېرته فعاله کړه او «سیاسي دسیسې» یې وغندلې چې د هغوی په باور د پاکستان ملي ګټو ته زیان رسوي.

تېر کال د مولانا حامد الحق په مشرۍ د پاکستان دیني علماوو یو پلاوی افغانستان ته ولاړ چې دا سفر د «دیني ډیپلوماسۍ» برخه و او هلته یې د طالبانو له مشرانو سره هم ناستې ولاړې وکړې.

هغه په یوه مرکه کې ویلي وو، چې دا سفر به د اسلام‌ اباد او کابل ترمنځ بې ‌باورۍ کمې کړي؛خو داسې ونه شول.

مولانا حامدالحق په ۲۰۲۱ کال کې له The Independent سره په مرکه کې وویل، چې دارالعلوم حقانیه د امریکا او افغانستان سفیران مېلمانه کړي او د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د سولې او جوړجاړي لپاره یې منځګړیتوب کړی دی.

مولانا حامد الحق ټینګار کاوه، چې پاکستان باید په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره خپلې هڅې پراخې کړي او د ترهګرۍ پر ضد قوي قانوني چوکاټ رامنځته کړي.

افغانستان کې په ترهګریزو فعالیتونو کې د اکوړي مدرسې رول

مولانا حامد الحق خپلې مدرسې کې د دستار بندۍ پر مهال په یوې وینا کې ویلي و، چې افغان طالبان د امریکا او د افغانستان پخواني جمهوري نظام پر ضد د پاکستان د دفاع جګړه کوي.

هغه تل په خپلو ویناوو او مرکو کې له افغان طالبانو څخه پراخ ملاتړ کولو. نه یوازې ملاتړ بلکې د طالبانو د لوړې کچې او ټیټې کچې غړي یې له شاګردۍ ور اخوا ورسره د پلار د مریدۍ اړیکې هم پاللې.

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام چارواکو په وار وار خپلو ویناوو کې حقانیه مدرسه د ترهګرو د روزلو ځاله بلله او په افغانستان کې جنګیدونکي طالبان یې د دوی زېږنده بلله.

حقانیه مدرسه کې د زده‌کړې چاپیریال
حقانیه مدرسه کې د زده‌کړې چاپیریال

د افغانستان پخوانیو استخباراتي چارواکو ویل، چې د‌ پاکستان د پوځ له لوري یادې مدرسې ته ځانګړې بودیجه ورکول کیده او له همدې لارې افغان طالبانو ته د روزنې تر څنګ په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو مفکورې ورکول کیدې.

د راپورونو له مخې د افغانستان دننه د جمهوري نظام پر پوځیانو، بهرنیو ځواکونو او عامو وګړو ډېری ځانمرګي برید کوونکي د حقانیې له دغې مدرسې څخه فارغ شوي وو.

د جمهوري نظام امنیتي ادارو داسې شواهد شریک کړي وو، چې په کې ثابته شوې وه، دغه مدرسه کې ځانمرګي بریدګر هم روزل کیدل.

مولانا حامد الحق ته د طالبانو ملاتړ د هغه له پلار څخه په میراث پاتې و؛ خو تل یې له رسنیو سره په خبرو کې دا رد کړې وه، چې ګوندې په مدرسه کې یې ترهګر روزل کېږی او یا هم ترهګریزو فعالیتونو ته لارې چارې برابروي.

ډېپلوماټیک او سیاسي رول

مولانا حامد الحق یو له هغو محدودو کسانو څخه و، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې یې د کابل تر سقوط وروسته له نړۍوالې ټولنې او پاکستانه وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او له افغانستان سره ديپلوماتیکې اړیکې وساتي.

د مولانا حامد الحق ترور، د پاکستان دیني او سیاسي کړیو ته یو لوی ګوزار بلل شوی او کارپوهان دا پېښه د سیمې د ناامنۍ د زیاتوالي نښه بولي.

لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د هغه د وژل کیدو مسوولیت نه دی منلی او پاکستاني طالبانو هم د هغه په وژل کیدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ټي ټي پي لا بیا دا هم ویلي، چې د مولانا حامد الحق وژنه د پاکستان د پوځ یو له هغو تګلارو څخه ده، چې غواړي په پښتون مېشته سیمو کې دیني عالم په نښه کړي.