د دوحې پنځه کلن تړون؛ د افغان مېرمنو په غاړه د اعدام رسۍ
افغانې سیاستوالې، د پوهنتون استادانې، خبریالانې او د ټولنیزو چارو فعالانې د دوحې مرکچي پلاوی کم ظرفیته بولي او وایي، چې دغه ټیم د افغانستان خلکو ته د حقایقو په وړاندې کولو کې پاتې راغی.
دوی دغه تړون ته د مېرمنو لپاره د یوه تریخ او تیاره تړون نوم ورکوي او وایي، چې له امله یې افغان مېرمنې له زده کړو او پرمختګ څخه شاته پاتې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوحې تړون او پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو د افغان مېرمنو پر ژوند ژورې اغېزې کړي او ستره بیه یې پرې کړې ده.
دغه تړون چې د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو، د طالبانو لهخوا د تاوتریخوالي کمولو او له افغان حکومت سره د مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړه.
امریکایي چارواکي په دې تړون کې بشري حقونو، د افغان ښځو او نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی او د القاعده ډلې په ګډون له ترهګریزو ډلو سره د اړیکو پرې کول د طالبانو د ژمنو په توګه یادوي.
مګر طالبان د نورو ژمنو تر څنګ د ښځو د حقونو په برخه کې چې د افغانستان لویه برخه جوړوي پاتې راغلي او د افغاني ټولنې دغه نیمه برخه یې د کور په څلورو ډېوالونو کې بندي کړې او له ټولو شرعي حقونو یې بې برخې کړې ده.
د زدهکړې محدودیتونه
د نجونو زدهکړې یو له هغو مهمو مسایلو څخه دي، چې طالبانو یې مخه نیولې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیزونه ولګول او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، چې دغو بندیزونو د ښځو د زده کړو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر کې طالبانو ان په طبي په برخه کې هم د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
دغې پرېکړې په زرګونه نجونې او ځوانې ښځې په بېلابېلو برخو له پرمختګه بې برخې کړې دي.
بلخوا، طالبانو ډېر شمېر ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي.
دغه مدرسې په دیني زده کړو تمرکز لري او په نصاب کې یې عصري علومو ته ځای نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې له ۲۱۰۰۰ زیاتې دیني مدرسې د طالبانو تر واک لاندې فعالیت کوي، چې موخه یې په نوي نسل کې د طالبانو د ایډیالوژۍ خپرول دي.
د کار بندیزونه
د طالبانو د نویو قوانینو یو لوی زیان د کار له بازار څخه د ښځو اېستل دي، ډیرې ښځې له دولتي او خصوصي موسسو له دندو لرې شوې دي او د کار کولو اجازه نه لري.
دغه بندیز د ښځو د وزګارۍ کچه لوړه کړې او په کورنیو عایداتو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
د دې تر څنګ طالبان د ښځو پر سوداګریزو فعالیتونه څار ساتي او ان په کورونو کې یې د هغوی په کوچنیو کاروبارونو هم اغېز کړی دی.
د نړۍوال بانک د راپور پر بنسټ، دغه بندیزونه په هېواد کې د بې وزلۍ او اقتصادي نابرابرۍ د کچې د لوړېدو لامل شوي دي.
د کار په بازار کې د ښځو د ونډې له پیکه کئدو سره هغه کورنۍ چې د کور ګټیالۍ یې ښځینه وې، اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دې موضوع د بشري حقونو بنسټونه له جدي اندېښنو سره مخ کړې دي.
د ښځو پر کار کولو بندیزونه د نادولتي مؤسسو، ملګرو ملتونو او دولتي ادارو په ګډون بېلابېلو سکټورونو ته غځېدلې، چې د ښځو اقتصادي خپلواکي یې له لوی ګواښ سره مخ کړی دی.
سیاسي مشارکت ته نه لاسرسی
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې له سیاسي مشارکته لرې شوي، د کابینې په تشکیل کې حضور نه لري او د ښځو چارو وزارت هم منحل او پر ځای یې د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت فعال شوی دی.
دغه اقدام د ښځو سیاسي حقوقو ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.
امریکا او نړۍواله ټولنه دا بندیزونه غندي او له طالبانو یې د لېرې کېدو غوښتنه کوي.
له محرم پرته د ازاد تګراتګ محدودیتونه
طالبانو د سخت دریځو قوانینو په پلي کولو سره ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بې برخې کړې دي.
دغې ډلې په ۲۰۲۴کال د «امربالمعروف او نهی عن المنکر» قانون توشیح کړ، چې له مخې یې ښځې په عامه ځایونو کې د چادري (حجاب) اغوستلو او له کوره د وتلو په وخت کې د نارینه محرم لرلو ته اړ اېستلي دي.
د طالبانو لهخوا صادر شوي فرمانونه د ښځو پر تګراتګ هم اغېزې لري.
له محرم پرته پر اوږدو سفرونو بندیز د ښځو ازادي نوره هم محدوده کړې، چې له امله یې د ښځو کار، زدهکړو او روغتیا ته د لاسرسي امکان سخت کړی دی.
هغه مېرمنې چې د افغانستان په سیاست کې شریکې وې، د دوحې تړون ته د اعدام د هغه پړي په سترګه ګوري، چې د افغان مېرمنو په غاړه کې پروت دی او جلاد ته په تمه دي چې کله به بټن ته زور ورکوي.
د دغو سیاستوالو مېرمنو په باور د دوحې ناکام تړون تر ټولو ستر تاوان افغان مېرمنې ورکوي او دوی یې په خپلو کورونو کې بندیانې کړي دي.
په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وایي، د دوحې پنځه کلن تړون موږ ته هغه ناخوالې په یادوي، چې افغانستان ورسره مخ دی.
په دغه تړون کې د افغانستان هغو ارزښتونو ته پام و نه شو، چې د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ څخه وروسته جوړ شوي و.
د نوموړې په وینا په دغو ارزښتونو کې د نهادونو جوړول، د افغانستان د خلکو د ټاکنو حق، د بیان ازادي، سپورټ او زده کړې شامل دي.
مېرمن بارکزۍ زیاته کړه، چې د دوحې د تړون ستره بیه افغان مېرمنې ورکوي او افغان مېرمنې په کور دننه او بهر کې د بندیانو احساس لري او هر هغه څه تر پښتنې لاندې راولي، چې دوی ته د انسان په توګه حق ورکړل شوی دی.
مېرمن بارکزۍ د دوحې مرکچې پلاوی کم ظرفیته یادوي او وایي، چې دغه ټیم د افغانستان خلکو ته د حقایقو په وړاندې کولو کې پاتې راغی.
هغه وایي: «د افغانستان په استازیتوب په دوحه کې کم ظرفیته ټیم ناست و، هغوی هم ونه توانیدل، چې د افغانستان له خلکو سره رېښتیني حقایق شریک کړي کوم چې تمه ترې کېده. هغوی په خپلو منافعو کې ډوب او ویې غوښتل خپلې ګټې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خوندي وساتي.»
شکریه بارکزۍ وایي، کوم تاوتریخوالی چې نن افغان مېرمنې ورسره ژوند کوي دا د هغو ناخوالو، کم مهرۍ او بې تفاوتۍ برخه ده، چې سیاستوالو، د مذاکراتو ټیم او طالبانو دغه فضا رامنځته کړې ده.
هغه زیاتوي: «افغانستان په نړۍواله کچه له پنځو کلونو وروسته یو مطروک، بېهویته، بې قانونه، بې صلاحیته او منزوي هېواد دی، چې په هغه کې افغان مېرمنې د جنسي اپارټاید تر بیرغ لاندې ژوند کوي.»
بلخوا، په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخیل د دوحې تړون په تړاو وایي، هره ناسته، هوکړه او پرېکړه چې د افغانستان په اړه کېږي او افغان مېرمنې پهکې موجود نه وي، له شکه پرته چې هغه به د افغان مېرمنو په ګټه نه وي او هغه څه چې د افغان مېرمنو په ګټه نه وي هغه د افغانستان په ګټه نه دي.
طالبانو نه یوازې په رسنیو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی، بلکې ښځینه خبریالانې په پراخه کچه د رسنیو له چوکاټه ګوښه شوې دي او پر دغې ډلې او د دوی پر سیاستونو هر ډول نیوکه له جدي غبرګون سره مخ شوې ده.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د خبریالانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو له ۳۳۶ څخه زیاتې پېښې ثبت شوي او ډېری رسنۍ د طالبانو له وېرې سانسور ته اړ شوې دي.
پر خبریالانو فشارونه، د رسنیو سانسور او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی د دې لامل شوی، چې ډېری خپلواکو رسنیو یا خپل فعالیتونه درولي او یا هم د طالبانو له خوا تایید او ټاکل شوې خپرونې وړاندې کوي.
افغان خبریالانې د دوحې تړون پنځه کلنه دوره د دوی لپاره د یوې تورې دورې په سترګه ګوري او وایي، چې په وروستیو لسیزو کې د دوحې تړون د افغان خبریالانو لپاره یوه توره دوره ده.
خبریاله بهشته ارغند چې د هېواد له بېلابېلو رسنیو سره یې کار کړی وایي، د دوحې تړون تر لاسلیک کېدو او په ځانګړې توګه د دغه تړون د معاملې پر اساس افغانستان ته د طالبانو راتګ د ښځینه خبریالانو په ګډون د ټولو رسنوالو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړ.
د نوموړې په وینا، ډېری خبریالان دې ته اړ شول، چې خپلې دندې پرېږدي او له هېواده ووځي.
هغه وایي: «ټول شاهد یوو چې ځینې خبریالان په شهادت ورسول شول ، بندیان شول او ان ځیني یې په بندخونو کې شکنجه شول.»
اغلې ارغند زیاتوي، چې ډېری برخه خبریالان په کور ناست دي او بې دندې دي، ځکه په هېواد کې د خپلواکو رسنیو فعالیت په ټپه ولاړ دی او یا هم تړل شوي دي.
هغه وایي، په دې وروستیو لسیزو کې د دوحې تړون د هېواد، رسنیو او په خاص ډول خبریالانو لپاره توره دوره ده.
د دوحې تړون له کبله د طالبانو راتګ په هېواد کې شته رسنۍ هم له ننګونو سره مخ کړې دي او ان په دې وروستیو کې په هېواد کې انځوریز راپورونه هم دغې ډلې بندې کړي دي، چې دغه کار هم د خبریالانو کار سخت کړی او ستونزو سره یې لاس او ګرېوان کړي دي، چې دا له بې پولې خبریالانو سره دوښمني ده.
د اریانا ټلویزیون پخوانۍ خبریاله نسرین شېرزاد چې اوس په فرانسه کې ژوند کوي د دوحې تړون په تړاو وایي، چې د دوحې په ناستو کې د ښځو نه شتون د منلو وړ نه دي، او دغه تړون مېرمنې له خپلو حقونو بې برخه کړي دي.
هغه وایي، چې دا عمل نه یوازې د افغان مېرمنو بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره د زنګ خطر دی.
اخوا د پوهنتون استادانې بیا په دې نظر دي، چې د دوحې تړون ډېر تاوان ښځینه استادانو ته ورسېد او پر دوی یې ډوډۍ ودروله.
د پوهنتون پخوانۍ استاده نرګس مهمند وایي، چې د دوحې تړون ډېر تاوان ښځینه استادانو ته رسېدلی او دوی یې له مسکلي ژوند څخه شاته پرېښي دي.
د هغې په خبره، دغه تړون له ښځینه استادانو ډوډۍ واخیسته، ځکه چې ډېرې استادانې د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ راوړونکې وې او د دوی کورنۍ یې له اقتصادي پلوه زیانمنې کړې.
هغه زیاتوي، چې په دغه تړون کې نړۍوالې ژمنې ترسره شوې وې چې بشري حقونو ته دې درناوی وشي، خو داسې ونه شول.
د مېرمن مهمند په وینا: «نجونې او مېرمنې له زده کړو او کار محرومې شوې او د دې ترڅنګ ښځینه استادانې له علمي او څېړنیزو څېړنو شاته پاتې شوې، مګر په نوره نړۍ کې پوهنتونونه ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي، خو زموږ پوهنتونونو کې ښځینه استادانو ته د تدریس اجازه نه ورکړل کېږي.»
نرګس مهمند دا هم وویل، چې ډېری استادانې له رواني او روحي ناروغیو رنځ وړي.
ښځینه استادانې د ټولنې د علمي پرمختګ یوه ډېره اساسي برخه جوړوي، که په همدې شکل پرېښودل شي او نړۍواله ټولنه دا موضوع د خپلې اجنډا په سر کې رانه ولي، ښایي افغانستان لا ډېرې انزوا ته ولاړ شي.
ټولنیزې فعالانې د دوحې دغه ناکامه تړون ته د مېرمنو لپاره د یوه تریخ او تیاره تړون نوم ورکوي، چې افغان مېرمنې یې له زده کړو او پرمختګ څخه شاته پرېښي دي.
ټولنیزه فعاله ډیوه پتنګ وایي، د دوحې تړون د افغانستان د مېرمنو لپاره یو تریخ تړون دی.
د نوموړې په وینا، دغه تړون د دې لامل شو چې افغان مېرمنې له زده کړو او پرمختګ څخه پاتې شي.
د مېرمن پتنګ په خبره، د هغه وخت مشران د خپلو شخصي ګټو لپاره د هېواد ملي ګټې خرڅې کړې، ترڅو خپل قدرت او سیاسي موقف وساتي.
هغې وویل: «په دغه تړون کې ملامت هغه مشران دي، چې د افغانستان ملي ګټې یې د شخصي ګټو لپاره خرڅې کړې. دوی فکر کولو چې د دغه تړون په لاسلیک کولو سره به ولسمشر غني له صحنې لرې کړي او ځانونه به مخ ته کړي.»
هغې دا هم وویل، چې په افغانستان کې تغییراتو ته اړتیا وه مګر په دې قیمت نه چې هېواد له پرمختګ څخه شاته پرېښودل شي.
نوموړې زیاته کړه: «د افغانستان مشرانو باید ټولو په یوه نظر د افغانستان په ګټه دا تړون لاسلیک کړی وای، نه دا چې د یو بل پر وړاندې یې د شخصي ګټو لپاره لاسلیک کړ.»
امریکايي چارواکو او یو شمېر بنسټونو بیا بیا د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې، چې د دوحې په تړون کې کړې ژمنې یې نه دي پوره کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړ.
د دوحې تړون د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوږدو مذاکراتو پایله وه، چې موخه یې له افغانستانه د نړۍوالو ځواکونو اېستل، د تاوتریخوالي کمول او د سولې لپاره د داخلي مذاکراتو پیل و.
دا تړون د ۲۰۲۰ کال د فېبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې لاسلیک شو.
د تړون پر بنسټ، امریکا موافقه وکړه چې خپل ټول سرتېري د افغانستان له خاورې وباسي، په مقابل کې طالبانو ژمنه وکړه چې د القاعده په څېر ډلو سره به اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی به کموي او د بینالافغاني مذاکراتو له لارې به د یوې هر اړخیزې سولې زمینه برابروي.
دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېدل او ډېر ژر یې د ښځو پر زدهکړو، کار، او ازادۍ محدودیتونه ولګول.
د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې نه یوازې له زدهکړو او کار څخه منع شوې، بلکې د هغوی د ټولنیز ژوند نورې برخې هم له سختو محدودیتونو سره مخ شوې.
اوسمهال ښځې نه شي کولای، چې د خپلو حقونو لپاره مظاهرې وکړي او که هڅه هم وکړي، له سخت غبرګون سره مخ کېږي.
ډېری فعالانې یا خو نیول شوي او یا هم له هېواده وتلو ته مجبوره شوې دي.
د ښځو د لاریونونو د ځپلو لپاره طالبان له تاوتریخوالي کار اخلي، خبریالانې ګواښل کېږي او د ښځو د غږ پورته کولو هر ډول هڅه له خنډ سره مخ کېږي.
د ښځو پر زدهکړو او کار د بندیزونو له امله، د افغانستان اقتصاد ته هم ستر زیان اوښتی.
د ښځو د کار کولو منع کېدو د کورنیو اقتصادي وضعیت ته تاوان رسولی، ځکه چې ګڼې ښځې د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه ګټونکې وې.
سربېره پر دې، د ښځو د حضور له نشتوالي سره د افغانستان روغتیايي او تعلیمي سکتورونه هم زیانمن شوي، چې د ټولنې پر پرمختګ منفي اغېز لري.
د ښځو د مشارکت نهشتون نه یوازې د هغوی پر ژوند، بلکې د ټول هېواد پر راتلونکي ناوړه اغېز کوي.