اوچا وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه کړي دي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې په افغانستان کې وروستیو ویجاړونکو سیلابونو ۲۲ کسان مړه کړي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي. اوچا وايي، دغو سېلابونو د دغه هیواد کرنیزې ځمکې او زیربناوې هم زیانمنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر تیره ورځ جمعه د (کب لسمه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۲ کسان مړه او ۱۶ ټبیان شوي.

اوچا زیاتوي، چې سیلابونو په ټول هېواد کې پراخ زیانونه اړولي، د عامه وګړو د مرګ ترڅنګ یې ټولنې او زیربناوې اغېزمنې کړې، مالي زیانونه یې اړولي او د خلکو د ژوند چارې یې ګډې وډې کړې، چې د نورو وختونو پرتله یې افغانان ډیر اغېزمن کړي دي.

دغه سازمان همدا راز ویلي، چې بشري ادارې په فعاله توګه په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو وګړو سره د مرستې لپاره کار کوي.

اوچا دا هم وايي، چې دغه اداره د خوراکي توکو، سرپناه، او طبي مرستو په ګډون د سملاسي مرستو په برابرولو تمرکز کوي.

بلخوا بیا د کډوالۍ نړیوال سازمان هم راپور ورکړی، چې وروستیو سیلابونو د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې له ۲۷۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي.

د دغو کورونو ویجاړیدو ډیری کورنۍ بې سرپناه کړې، چې په زیانمنو شویو سیمو کې ډیری وګړي د ستونزو او ننګونو سره مخ دي. سیلابونو د پام وړ خلک بې ځایه کړي چې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

تر دې مخکې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د ۳۹ کسانو د مړه کېدو او ۴۴ د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

دا شمیره د سیلابونو له امله رامینځته شوي دوامداره ویجاړتیا او د طالبانو د ادارې کمزورتیا په ګوته کوي، چې وضعیت لاهم خرابیږي.

د دغو سیلابونو اغیزې په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتوالي او د ناورین په وړاندې د ښه چمتووالي په بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

د اقلیم اړوند روانو ننګونو ته په پام سره، دا مهمه ده چې دواړه ملي او نړیوالې هڅې پیاوړې شي، ترڅو د دې ډول افتونو اغیزې کمې شي او ډاډ ترلاسه شي چې اغیزمنې ټولنې اړین ملاتړ ترلاسه کوي.